تاند- د یوه یادښت پر اساس چې وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ترلاسه کړی دی، د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس له سپینې ماڼۍ سره تر مشورې مخکې افغانستان ته تر ۳۹۰۰ پورې نور پوځیان لېږلی شي.

وال ستریټ ژورنال وايي، دا یادښت چې پرون /پنجشنبه/ په لاس ورغی، هغه خبره نوره هم تاییدوي چې ولسمشر ډانلډ ترمپ د جون په میاشت کې دفاع وزیر ماتیس ته په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر په اړه واک ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، ماتیس غواړي چې ډېر تر ډېره یعني شاوخوا ۴ زره پوځیان افغانستان ته ولېږي خو وايي چې د ځواکونو د لېږلو له پروګرام سره په یو وخت له طالبانو سره د پخلاینې سیاسي ستراتیژي هم پر مخ بیايي.

ده ویلي«موږ یوازې پر پوځي ستراتیژۍ غور نه کوو.»

ویل کېږي چې امریکا او ناټو غواړي چې په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو هوايي ملاتړ زیات کړي. په دې صورت کې به د ناټو ځواکونو تلفات نه وي او په مقابل کې به یې طالبانو ته زیاتې مرګ ژوبلې اوړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش د اپریل د میاشتې په راپور کې وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات په بوږنوونکي ډول زیات شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې ۸۰۷ افغان سرتېري یوازې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو ۶ اوونیو کې وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *