تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ، چې د بل هر امریکايي ولسمشر په پرتله په خپل هیواد کې زیات دښمنان لري او اکثره یې د خپلې بې کنټروله خولې له کبله پیدا کړي، په یوه تازه ټویټ کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پخوانی قوماندان د کلونو سپی بللی دی.
ټرمپ د سې شنبې په ورځ نوی کال په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پخواني عمومي قوماندان متقاعد جنرال سټنلي مکریسټل ته په کنځلو پیل کړ.
ده د ۲۰۱۹ کال په خپل ټویټري پیغام کې لیکلي«جنرال مکریسټل د اوباما له لوري د سپي په شان برطرفه شو.»
مکریسټل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هغه قوماندان و چې په څه کم یو کال کې یې ښه شهرت ترلاسه کړ ځکه چې د ملکي خلکو پر وژل کېدو یې سخته خوا بدېده او سمدستي به یې پرې بخښنه غوښته. ده همداراز هڅه کوله چې د افغانستان له حکومت سره په همږغۍ د ملکیانو د مرګ ژوبلو مخه ونیسي او د وژل شویو خلکو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړي.
مک کریسټل، چې د افغانستان ترڅنګ یې په عراق کې هم د امریکايي ځواکونو د قوماندان په توګه کار کړی دی، د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ وویل، له ۱۴ زره امریکايي سرتېرو څخه د ۷ زره هغو ایستل به د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د سوله ییز حل لپاره د طالبانو انګېزه کمه کړي.
مکریسټل اې بي سي ته وویل«که موږ طالبانو ته ووایو چې موږ په پلانکۍ نېټه وځو، د ځواکونو شمېر کموو، ځان کمزوره کوو، د روغې جوړې لپاره د دوی انګېزه او اراده سمدستي ختمېږي.»
ده دا هم وویل چې اندېښمن دی چې افغانان به هم پر امریکا د یوه داسې متحد په توګه چې حساب ورباندې کېږي،اعتماد له لاسه ورکړي.
مکریسټل، چې د یوه کال په مخه په افغانستان کې د شاوخوا یونیم لک امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان و، وايي چې د ځواکونو د ایستلو په اړه وروستیو خبرونو افغانانو ته ټکان ورکړی دی.
مکریسټل پر ولسمشر ټرمپ هم نیوکه وکړه، ویې ویل چې باور نه لري چې ولسمشر دې ریښتینی وي.
خو ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټ کې دې ته اشاره نه ده کړې چې له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو غور کوي او که نه.
مخکې ځینو امریکايي رسنیو د سپینې ماڼۍ د سرچینو په قول ویلي و چې ټرمپ له افغانستانه د خپلو نیمايي پوځیانو پر ایستلو غور کوي.