تاند، شنبه، د قوس ۲مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اداره یې د بهرنیو استادانو تر خوشې کېدو وروسته له طالبانو سره د سولې په هوکړه باندې په کار بوخته ده.
ښاغلي ټرمپ دا خبرې د فاکس نیوز تلویزیون په یوه خپرونه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې دا مهال له طالبانو سره د سولې په هوکړه خبرې روانې دي خو وبه لیدل شي چې څه پېښېږي؟
ټرمپ یو وار بیا ټینګار کړی چې د امریکايي پوهنتون د استادانو او د طالب مهمو بندیانو په خوشې کېدو به افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ رسنیو ته وویل، چې ښاغلي ټرمپ له ولسمشر غني سره په تیلیفوني تماس کې ټینګار کړی چې اوربند به د سولې د مذاکراتو بیا پيل لپاره د امریکا لخوا هم اساسي شرط وي.