ډانلډ ټرمپ

تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن (جمعه) له طالبانو سره د سولې د احتمالي موافقې په اړه له خپلو جګپوړو سلاکارانو سره سلامشوره کوي.

له دې موضوع یوه خبر امریکايي چارواکي سي این این تلویزیون ته وویل چې ټرمپ به له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن سره د بیډمینسټر ګلف میدان په تفریحځای کې وویني.

دغه چارواکي همداراز وویل، په پام کې ده چې دفاع وزیر مارک ایسپر او لوی درستیز جوزیف ډانفورډ هم په غونډه کې ګډون ولري.

نورو امریکايي جګپوړو مامورینو هم سي این این تلویزیون ته ویلي چې ټرمپ به له طالبانو سره د سولې پر پلان خبرې وکړي.

له بلې خوا یوې سرچینې سي این این ته وویل چې د سولې هغه پلان به نهايي شي چې زلمي خلیلزاد په تېرو څو میاشتو کې له طالبانو سره پرې خبرې کړي دي.

د دې پلان پر اساس له افغانستان څخه به له ۸ زره تر ۹ زره امریکايي پوځیان ووځي.

د سرچینو په وینا امریکايي مشران به همداراز د طالبانو پر ژمنو هم غور وکړي.

دوی وايي چې زلمی خلیلزاد به ښايي ژر دوحې ته لاړ شي چې له طالبانو سره نهايي موافقه په راتلونکو څو ورځو کې لاسلیک کړي. ده په سپینه ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت کې له چارواکو سره د موافقې پر مسودې مفصلې خبرې کړي دي.

سرچینې وايي چې زلمی خلیلزداد به ښايي د اګست په ۱۹ دوحې ته لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *