تاند – د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې د ۵۵ اسلامي هیوادو د مشرانو غونډې ته په وینا کې د افغان پوځیانو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان زړور ځواکونه په خپل هیواد کې له طالبانو سره په جګړه دي او له متحد عربي اماراتو مننه کوم چې افغانستان ته یې ځواکونه استولي دي.
د امریکا د متحد ایالتونو دا هم وویل چې د اسلامي هیوادو ترهګرو په امریکا، اروپا، استرالیا، هند او یو شمیر نورو سیمو کې ترورستي بریدونه کړې دي.
ډانلډ ټرمپ زیاته کړه چې داسې هیوادونه هم شته چې د ترهګرو ملاتړ کوي، هغوی ته په خپله خاوره کې ځای ورکوي.
دا غونډه چې د عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز نن پرانیسته پکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کړی دی. د عربستان پاچا په خپله افتتاحیه وینا کې وویل چې ایران د هغو هیوادو په سر کې دی چې ترورزم خپروي. ورته خبره د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وکړه.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د شنبې په ورځ ریاض ته ورسید.
ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې له ریاض نه اسراییل ته ځي او له هغه ځایه واتیکان ته. ده وویل چې د سماوي ادیانو دغو دریو مرکزونو ته د دې لپاره روان دی چې سماوي ادیان په نړۍ کې سوله غواړي.
https://www.facebook.com/SkyNewsArabia/videos/1594670820583238/
ټرمپ وویل، که چیرته ایران همکاري ونه کړي نو ټول هیوادونه باید لاس ورته یو کړي او ایرانیانو ته پکار دي چې په خپله د یوه عادل حکومت د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.
د امریکا ولسمشر وویل چې د ایران حکومت ترهګرو ته وسلې ورکوي، هغوی روزي، ایران د لبنان، عراق او یمن په بې ثباتیو کې مسووله دی همداراز په سوریه کې لاسوهنه کوي او ټول باید په ګډه د ایران مخه ونیسي.
د ریاض په غونډه کې د امریکا ولسمشر د ترهګرو پر ضد د یوه مرکز د پرانیستو اعلان هم وکړ، ده وویل چې تیره شپه مو موافقه وکړه چې په ریاض کې د ترورزم ضد یو مرکز پرانیزو ترڅو له دې مرکزه مسلمانان د ترهګرۍ پرضد هڅو کې پراخ ګډون وکړی. ټرمپ وویل چې زموږ جګړه له دینونو سره نه ده زموږ جګړه د خیر او شر ترمنځ ده او موږ د تیریو او زیاتیو ته ګورو د تیری کوونکو دین ته نه ګورو.