تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه خبرې روانې دي چې سږنۍ د سولې نوبل جایزه ورکړل شي.
فاکس نیوز په یو راپور کې ویلي، سږ کال د سولې نوبل جایزې ته د جاپان لومړی وزیر شینزوابې، د ناروې د پارلمان دوه غړي او پخپله د امریکا ولسمشر ټرمپ د کوریا په ټاپووزمه کې د تاوتریخوالي د راکمولو د مؤثرو هڅو له کبله کاندید دی.
د سولې د نوبل جایزې کمېټه د جنورۍ تر ۳۱مې پورې وړاندیزونه ټولوي او وايي چې سږ کال ورسره تر اوسه ۳۰۱ کسان د سولې جایزې ته کاندیدان دي.
تر اوسه د امریکا د ولسمشرانو په منځ کې وودرو ویلسن، تیودور روزولټ، جیمي کارتر او بارک اوباما د سولې نوبل جایزه ګټلې ده.
خو ټرمپ ورته په داسې حال کې نوماند کړای شوی دی چې نوموړی د امریکا په تاریخ کې جنجالي او لانجه خوښوونکی شخص ګڼل کېږي.
نشته د قتال وژلوسیځلو ړنګولو ورانولوچوولو چپه کولو قولبه کولو…(جهاد) کومه نړیواله جایزه چې پښتون لالا مو ورته کاندید کړی وی، مطمین یم د چا پلارترې نشوای ګټلی