تاند نیوز ډیسک: ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا په خاوره د لومړني امریکایي ولسمشر په توګه قدم کېښود.
ټرمپ د جي ۲۰ صنعتي هیوادونو له غونډې وروسته ټویټ کړی و چې سویلي کوریا ته روان دی او د شمالي کوریا مشر ته دعوت ورکوم چې سویلي کوریا سره په پوله یو تر بله ملاقات کولی شو.
دا دریم ځل دی چې ټرمپ او د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون یو له بله سره ویني.
لومړۍ لیدنه چې تیر کال سینګاپور کې شوې وه دواړو مشرانو بریالۍ وبلله خو د دویمې لیدنې په اړه د ناکامۍ خبرونه راغلل.
اما د دواړو مشرانو تر منځ نننۍ لیدنه سمبولیکه وه چې ټرمپ یې پر مهال له ډي ایم زیډ کرښې نه واوښت او د شمالي کوریا په حدودو کې یې له کیم جونګ اون سره عکسونه واخیستل، لاس یې ورکړ او تشریفاتي خبرې یې ترمنځ وشوې.
