تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کابل له پرونۍ تروریستي حملې وروسته د ټولو هیوادونو له لوري د طالبانو پر ضد د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه.

ښاغلي ټرمپ په یوه پیغام کې، چې پرون یې خپور کړی، ویلي«زه د کابل نننۍ وحشیانه موټر بمي حمله، چې ګڼ شمېر بېګناه ملکیان یې ووژل او په سلګونو نور یې ژوبل کړل، غندم. دا وژونکې حمله به نه زموږ او نه زموږ د افغان شریکانو اراده بدله کړي.»

د متحدو ایالتونو ولسمشر همداراز ویلي«اوس ټول هیوادونه باید د طالبانو او د دوی د ملاتړ لپاره د تروریستي پناهځایونو پر ضد پرېکنده اقدام وکړي. طالبان اوس بریالي کېدای نه شي.»

د کابل حمله، چې تر ۱۰۰ ډېر افغانان پکې ووژل شول، ګڼو هیوادونو غندلې ده، سعودي عربستان، د مکې او مدینې متولیانو، ایران، اروپايي اتحادیې، هند، ایټالیا او ګڼو نورو هیوادونو په دې اړه په پیغامونو کې هغه بې رحمانه تروریستي حمله بللې ده.

ملګروملتو په ځانګړي ډول په حمله کې له امبولانس څخه کار اخیستل د ټولو قوانینو او موازینو خلاف عمل بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریک ټیلرسن بیا له ټولو هیوادونو غوښتي چې د طالبانو د تشدد د پای ته رسولو لپاره کلک اقدامات وکړي.

ټیلرسن، بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي، ویلي«د هغو کسانو په وړاندې، چې د تروریستي ډلو ملاتړ کوي یا پناه ورکوي، هیڅ زغم نشته.»

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې فدریکا موګیرني د کابل د پرونۍ حملې د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په یوه اوونۍ کې د درېم ځل لپاره په افغانستان کې کرغېړنې تروریستی حملې کېږي.

One thought on “ټرمپ د طالبانو او د هغو د پناهځایونو پر ضد د غوڅ اقدام غوښتنه وکړه”
  1. AFGHAN NATION NEED REVOLUTION,REVOLUTION WAKEUP
    UNSAFETY/CORRUPTION/POVERTY IS MORE THEN EVER,
    WE SAW MUJAHID AND WARLORDS BECOME MILLIONAIRE,
    REMEMBER THAT TIME.PEOPLE DEMOCRATIC PARTY DID CORRUPTION.POWER IS BY THE PEOPLES,YOU DON,T KNOWS,THINK
    THEY DISTRIBUTE LANDS TO FARMERS,NOW PARLIAMENT MEMBERS BUYING LANDS,THEY HOLD ALL GOVERNMENT LANDS BY GUNPOWER,
    YOU SAW TEST OF JIHAAD ANS MUJAHID,THEY DID BUSINESS ON PEOPLES/
    HOW MANY HOUSE SYAAF HAVE IN SHEERPOOR.
    I ANNOUNCE TO ALL SECURITY GUARDS TURN YOU GUN AGAINST
    WARLORDS AND QUMANDANTS/DRUGS SMOKERS,
    YOU SECURITY GUARDS DO MISTAKE.BECAUSE SUPPORT THIS WARLORDS,
    TURN YOUR GUNS AGAINST ALL WARLORDS,
    THIS IS TIME OF REVOLUTION.WAKEUP.WAKEUP

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *