ډانلډ ټرمپ

تاند- امریکايي رسنیو افشا کړه چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هند له صدراعظم نریند مودي سره په وروستۍ کتنه کې د نوموړي د انګلیسي ژبې د لهجې پېښې کړې وې.

مودي او ټرمپ تودې اړیکې لري او څو ځلې یې مودي ته د سپینې ماڼۍ بلنه ورکړې ده.

په راپورونو کې دا واضیح شوې نه ده چې ټرمپ د مودي په وړاندې د نوموړي پېښې وکړې او که وروسته.

سره له دې چې مودي په انګلیسي ژبه ښه پوهېږي او خبرې پرې کولی شي، خو نوموړي په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د خبریالانو په وړاندې په خپله هندي ژبه خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ تراوسه پورې دا راپورونه، چې ټرمپ د مودي پېښې کړي دي، تایید یا رد کړي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *