د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ

تاند، یکشنبه، د حوت ۲۵مه: د امریکا د ولسمشر ډونلډ تړمپ د کورونا ویروس ازموینه منفي ښودل شوې ده

د سپینې ماڼۍ ډاکټر شان کانلي په یوې بیانیه کې ویلي چې تر معاینې وروسته د تړمپ د کورونا ازموینه منفي راوتلې.

تېره اوونۍ ډونالډ تړمپ د برازیل د ولسمشر په ګډون یو پلاوي سره وکتل، چې بیا وروسته څرګنده شوه چې د دغه برازیلي پلاوي یو شمېر غړي په کورونا ویروس اخته شوي دي.

 ولسمشر ترمپ تر دې کتنې وروسته د امریکایي خبریالانو له ډېرو پوښتنو سره مخ شو، چې آياد کورونا ویروس معاینه یې ترسره کړې او کنه؟

تېره ورځ ولسمشر تړمپ وویل چې د کورونا ویروس لپاره یې ټیسټ ورکړی او ډېر ژر به یې پایله معلومه شي.

تر دې څو ساعته وروسته د سپینې ماڼۍ ډاکټر په یوې بیانیې کې وویل چې تړمپ کورونا نلري او د هغه د ازموینې پایله منفي ده.

امریکا هم له کورونا ویروس په امن کې نده پاتې او هلته یې هم د یو شمېر کسانو ژوند اخیستی او یو شمېر لا پرې اخته دي.

د تېرې اونۍ په پای کې ولسمشر ترمپ امریکا کې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه اروپا سره د یوې میاشتې لپاره هر ډول تګ راتګ باندې بندیز ولګاوه.

د امریکا د ولسمشر دغه فرمان کې هغه کسان نه راځي چې د امریکا وګړي وي، او یا هم  امریکا کې د استوګنې شین کارت ولري، خو امریکا ته تر داخلېدو مخکې باید په سمه توګه معاینه شي تر څو پر کورونا ویروس اخته نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ