تاند، جمعه، د دلوې ۲۵مه: د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، له طالبانو سره د سولې او له افغانستانه د خپلو عسکرو د ايستلو لپاره يوه ښه تړون ته نږدې شوي دي.
د ټرمپ په وينا دی هيله من دی، چې د روانې مياشتې تر پایه له طالبانو سره د سولې يو ښه تړون لاسليک شي.
تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم ويلي و، له طالبانو سره د سولې خبرو کې يې مهم پرمختګونه کړي دي.
د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر هم ويلي، له طالبانو سره يې د يوې اونۍ لپاره د جګړې تشدد په کمولو خبرې کړي دي.
امريکايي رسنۍ وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو کې پرمختګ او جګړې تشدد کمولو په اړه د امريکايي چارواکو څرګندونې په دې معنا دي، چې دواړه لوري د تاوتريخوالي په کمولو سلا شوي دي.
د رپوټونو له مخې که امريکا او طالبان د روانې مياشتې تر پايه د سولې هوکړې ته ورسيږي، امريکا به له افغانستانه د خپلو ديارلس زرو عسکرو د ايستلو لړۍ پيل کړي او بین الافغاني خبرې به پيل شي.
طالبانو تر اوسه د جګړې تشدد کمولو او له امريکا سره د سولې تړون په اړه څه نه دي ويلي.
مطمین اوسئ چې سوله موله نشته. پاکستان هسې ټرمپ خوشالوي ځکه ټرمپ غواړي په راتلونکو ټاکنو کې خلکو ته ووايي چې ما د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړه او خپل عسکر مې کورته راوستل. پدې چل د بیا ټاکل کیدو لپاره د لا ډیرو امریکایانو رایې لاسته راوړل غواړي.
ټالیب نه سوله کوي، نه د سولې اختیار لري او نه یې هم پاکستان پریږدي چې سوله وکړي. ټالیب یې د افغانستان ورانولو ته جوړ کړی او لکه څنګه یې چې په مجاهد دا هیواد وران کړ په ټالیب به یې هم ورانوي. پاکستان دومره احمق نه دی چې تاسې ته پخپلو پښو د دریدو موقعه درکړي او ځانته مشکلات جوړ کړي او نه هم ټالیب دومره نمک حرام دی چې د پاکستان له امره به سرغړونه وکړي او له خپل دولت او نظام سره به جګړه بس کړي.
دا چې تاسې تر څو غلطیږئ نو پاکستان به مو هم غلطوی. یو شمیر افغانان لکه ماهیان ډیره لنډه حافظه لري ځکه خو هر کال په هماغه یوه ډرامه غلطیږي. یو کس یو ځل غلط شي، دوه ځله غلط شي خو دا چې هر کال په هماغه یوه خبره غلطیږي دا نو د غلط شوي حماقت ښيي. دې کس سره بیا همدا جوړیږي چې نور یې غلط کړي. د سولې ارمان له ټولو سره شته خو د سولې ارمان پدې معنا نه ده چې هر کال د سولې په درامو غلط شئ.
څو کاله وړاندې مې یو خبر لوسته چې یو متقاعد پاکستاني جنرال یوې امریکايي ژورنالیستې ته ویلي وو چې که ساعت تاسې سره دی خو وخت له مونږ سره دی یعنې تاسې ډیر وخت نشئ پاتې کیدلای او هر وخت چې ووځئ مونږ به بیا بیرته افغانستان ونیسو. پاکستان ریښتیا هم د دغو ډرامو پواسطه ځانته وخت اخلي. څومره کلونه یې په همدې یوه ډرامه تیر کړل؟ د افغانانو خوشباوري ته چې ګورم نو دومره نور کلونه هم په همدې یوه ډرامه تیرولای شي. پاکستان پدې ډرامه نه یوازې افغانان غلطوي بلکې بهرنیانو ته هم ښيي چې دا دی مونږ په افغانستان کې د سولې راوستو پوره کوښښ کوو. پاکستان صرف د موقعې انتظار کوي او داسې ښکاري چې موقعه نژدې ده.
لږ تاریخ وګورئ. لکه ټالیب غوندې ډلې چې کنټرول یې د دښمن هیواد په لاس کې وي هیڅکله بیا وایم هیڅکله هم په خبرو نه دي ورکې شوي او نه هم ورکیږي. دغه ډلې هغه وخت ورکې شوي چې ملت له خپل دولت سره دریدلی او د دغو وحشیاو په ضد یې عملیات کړي. یا یې وژلي یا یې بندي کړي او یا هم ترینه نورو هیوادو ته تښتیدلي. په بل شکل د ټالیب ورکول ناممکن دي.
اوس به ځینې وايي چې ټالیب په جنګ نه ورکیږي که ورکیدای دا ۱۸ کاله کې به ورک شوی وو. دوی ته ویل غواړم چې دولت لا له ټالیب سره سمه جګړه نه ده کړې برعکس د ټالیب حملو ته په مورچو کې انتظار کوي. ټالیب به هغه وخت ورک شي چې د ټالیب په ضد لکه پاکستان سراسري عملیات وشي. ټالیب پلوو سره هم لکه ټالیب چلند وشي. ټالیب یوازې زور پيژني او په زور ورکیدای شي خو دولت زور نه وهي ځکه د یو څو بیګناه انسانانو په مرګ خپل ټول عملیات ودروي چې په نتیجه کې د ټالیب عمر ډیر شي او لا ډیر بیګناه خلک ووژني.
که تاسې ريښتیا هم د ټالیب خبرو ته خوشاله یاستئ او فکر کوئ سوله به راولي نو اول له ځانه پوښتنه وکړئ چې آیا پاکستان دا غواړي چې په څنګ کې دې یې یو جوړ ازاد او خودمختار افغانستان موجود وي؟ آیا دا منئ چې پاکستان له تاسې سره په راسته کې دی؟ که دا منئ نو سمه ده بیا دا طمع ولرئ چې له ټالیب سره خبرې به نتیجه ورکړي خو که حقیقت منئ چې ټالیب د پاکستان ملیشه ده بیا دا هم ومنئ چې پاکستان هیڅکله هم پخپل څنګ کې یو جوړ افغانستان نشي زغملی. مونږ مجبور یو د پاکستان په دښمني کې ځان په پښو ودروو او پخپلو پښود دریدو لپاره باید اول مونږ دا پاکستانۍ ملیشه له مینځه یوسو.
د افغانستان د جنګ ختمول سخت دي خو ناممکن نه دي. البته د ولسمشر او د هغه د لوړ پوړیو چارواکو قوي دریز او هوډ غواړي. په داسې سست او مذبذب دریز ټالیب څه چې دا عادي بدماشان هم نه ورکیږي.
له ډیری افغانانو سره مې توپیر دا دی چې زه د سولې په ډرامو نه غلطیږم او دا د پاکستان چل ګڼم تر څو ځانته وخت واخلي. ټالیب نه سوله کوي نه د سولې اختیار لري او نه هم د سولې لپاره جوړ شوی.