ډانلډ ټرمپ

تاند، چهار شنبه، د میزان ۲۴مه: په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې په خپلو جنرالانو ریشخند وهلی او ویلي یې دي چې که څوک د افغانانو د جګړې په اړه نه پوهېږي نو له روسیې څخه دې یې پوښتنه وکړي.

ټرمپ په دغه غونډه کې چې ګڼ پلویان یې هم ورته ناست دي وايي، افغانستان یو باثبات او د نړۍ په کچه تر ټولو ناامنه هېواد دی، خو خلک دې جګړه کول له افغانانو زده کړي.

د ټرمپ په خبره لکه څنګه چې امریکایان فوټبال لوبه د تفریح په ویني، دارنګه طالبان هم د خپلې ساعت تېرۍ لپاره جګړه کوي.

ډونالډټرمپ امریکایانو ته په خطاب کې ویلي، که غواړئ پوه شئ چې افغانان په جګړه کې څومره قوي دي له روسيي پوښتنه وکړئ؟

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو، که یې جګړه کولای نو د لس میلیونه انسانانو په وژلو یې د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ګټلی شوای.

One thought on “ټرمپ: روسیه وپوښتئ چې افغانان څومره زورور جنګیالي دي؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *