تاند، شنبه، د حوت ۱۷مه: فرانس پریس اژانس د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، ممکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره طالبان د دغه هیواد واک ترلاسه کړي.
ټرمپ دا څرګندونې نن جمعه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته کړې دي.
ټرمپ ویلي، یوازې تر څه وخت د یو چا لاس نیول کېدای شي او نور باید هېوادونه پخپله د ځان خیال وساتي.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبان به بالآخره واک ترلاسه کړي وویل، ”داسې خو انګېرل کیږي نه خو ممکن همداسې وشي“.
امریکا تېره شنبه (د فبروري په ۲۹مه) له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ څو یې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او امریکايي ځواکونه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.