تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ ته په وینا کې افغان طالبان د حزب الله او القاعده په شان ترهګر وبلل.
امریکايي چارواکو په وروستیو کلونو کې طالبان د ترهګرو په ډله کې نه شمېرل.
خو ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د افغانستان لپاره خپله وروستۍ ستراتیژي، چې طالبانو او پاکستان یې پکې په نخښه کړي، د تروریزم پر ضد د امریکا د مبارزې د بېلګې په توګه یاد کړل.
ده وویل چې په افغانستان کې یې د طالبانو پر ضد د جگړې پالیسي بدله کړې ده.
ولسشر بارک اوباما له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې وه خو د طالبانو د حملو تشدید ظاهراً د دې سبب شو چې امریکا نه یوازې له افغانستانه خپل ټول پوځیان ونه باسي، بلکې نور پوځیان هم راواستوي.
د امریکا دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې اضافي امریکايي پوځیان افغانستان ته روان شوي دي.