تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو تازه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا رول په ریشخندي پولیسو بدل شوی ځکه د دغه هېواد جګړه کې امریکايي پوځیان ۱۸ کاله بند پاتې شول.
ټرمپ ویلي، نور نه غواړي د پولیسو رول ولوبوي بلکې په وینا یې چې دی غواړي یوشمېر ځواکونه له افغانستان څخه ایستل او یو شمېر د امریکا د ډاډ لپاره پاتې کول غواړي: (( یو شمېر ځواکونه راباسو خو باید هلته خپل حضور هم وساتو.))
نوموړي ویلي، طالبان غواړي د امریکایانو پر ضد جګړه ودروي، خو په دغه ډله باور لا هم نه شي کېدای.
ټرمپ یو وار بیا ټینګار وکړ چې د جګړې په تېزولو سره نه غواړي ۱۰ میلیونه افغانان ووژل شي : (( بیا هم وایم چې دا هېواد خطرناک دی او باید موږ څارنه پرې ولرو.))
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ټرمپ د امریکا د استخباراتو له مشرې، د دفاع وزیر، خارجه وزیر، د ګډو ځواکونو قومندان، خلیلزاد، د ملي امنیت شورا سلاکار او خپل مرستیال سره د افغان سولې په تړاو غونډه وکړه.
له دغې غونډې وروسته بیګاه شپه خلیلزاد د دوحې پر لور راخوځېدلی تر څو طالبانو سره نهم پړاو خبرې پیل کړي.