تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: د امریکا ولسمشر ډونلډ تړمپ وايي، وخت یې رارسېدلی چې امریکا له افغانستان څخه خپل امنیتي ځواکونه وباسي، ځکه په وینا یې چې طالبان هم له جګړې ستړي شوي دي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ هند ته تر خپل سفر مخکې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي چې له طالبانو سره هوکړه به په هغه صورت کې لاسلیک شي چې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ ګټوره وي.
ډونلډ تړمپ چې دا مهال هند کې دی، خپلو تازه څرګندونو کې یې ویلي چې له طالبانو سره به د سولې هوکړه لاسلیک کړي، خو دا کار به په هغه صورت کې کېږي چې د تاوتریخوالي اونۍ ګټوره وي.
افغانستان کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له تېرو دو ورځو راهیسې د تاوتریخوالي کمېدو اونۍ پیل شوې او په دغه لړ کې تر دې مهاله افغانستان کې امریکايي ځواکونو او طالبانو یو پر بل بریدونه ندي ترسره کړي.
خو د تاوتریخوالي تېرو دوو ورځو کې طالبانو څو څو ځله افغان امنیتي ځواکونه تر برید لاندې راوستي او بیا یې دا خم ویلي چې دا اوربند ندی او نه باید پر افغان امنیتي ځواکونو یې خال خال بریدونه سرغړونه وشمېرل شي.
ټاکل شوې د روانې کب میاشتې په لسمه نېټه قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او تر هغه وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي.
افغان حکومت هیله ښودلې چې د تاوتریخوالي کمېدل پر اوربند بدل شي او د یوې تلپاتې سولې پېلامیه وګرځي.
ښار ته سوله، کلي ته جگړه
له شنبې «فبروري ۲۲» راهیسې چې د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ شروع سوي طالب اورپکو د ښار پر ځای په کلیو او لیري پرتو سیمو کې له خپلو بریدونو او وژونو لاس نه دی اخستی او یوازې تیره ورځ حداقل پنځه ولایتونو کې يې لسگونه افغان سرتیرو ته مرگژوبله اړولې ده او په زرگونه کورنیو ته يې د تازه او نویو غمونو داغونه ورکړي دي. دا څه ښيي؟ ایا سولې ته همدا د طالبانو ژمنتیا ده؟ ایا په رښتیا طالبان افغانستان کې امن او ډزبندي غواړي؟ که یې غواړي ولې د تاوتریخوالي د کمولو شعار ته ژمن نه دي، ولې یې اوربند ونکړ؟. د طالبانو ویاند پر ټویټر کې پیغام ورکړ چې د تاوتریخوالي کمولو څخه باید تر دې لوړه توقعه ونلرئ، دا څه پیغام لري؟ ایا هغوئ غواړي په سوله کې د ترور ترخې نغمې جاري وساتي؟
بېلښکره سرلښکر سره تړون
د طالب جنگیالیو مشرانو تل پر جنگیدونکي طالب قشر معامله کړي ده، د هغوئ له بې علمۍ او خراب اقتصادي حالت څخه یې په ګټه اخستنه او ډېرې اسانۍ خپلې خيټې او جیبونه پړسولې دي. همدا تازه د پاکستان حکومت د طالبانو د مخکیني مشر ملا اخترمحمد منصور په میلیونه ډالره جایدادونه کنگل کړل چې د اسلام اباد او پنجاب په مهمو گران بیه اقتصادي نقطو کې یې درلول، په همدې ترتیب د اوسني مشر ملا هیبت الله اخند د کورنۍ اکثریت غړي د برتانیې په شمول د اروپا په پرانیستو ټولنو کې کاروبارونه، زده کړې او ژوند لري. ایا د سولې په خبرو او امریکا-طالب په توافقاتو کې طالبان ښکیل دي، قومندان یې په جریان کې دي؟ ایا هغوئ یوه خوله او یوه دریځ دي؟ د حقاني شبکې په گډون بیلیدونکې او له چوکاټ ایستونکې ډلې به راتلونکی حالت له بل بحران سره مخ نه کړي؟
منفي سوله، نه سوله
د طالبانو په دوره کې د افغانستان اقتصاد، کار، بازار، انساني ازادي، د پيسو نرخ، ملي اقتصاد او زیربینا، دولتداري او ټولنیز جوړښتونه سقوط ول او هغوئ خو له بنسټه پر دې موضوعاتو باورمن نه دي. هغوئ د افغان انسان لپاره د ژوند پیغام نه لري، یوازې مرگ او ویر… اوس که دا بېفرهنگه ډله د واک پر گدۍ بې جیوله او بې مهاره شریکه کېږي د افغانانو د ژوند او پرمختگ مسول به څوک وي؟ له یوې خوا به جگړه نه وي پایته رسېدلې له بل خوا به د حکومت خپل منځي اختلافات اوج کې وي او بل اړخ ته به د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې پای ته رسېدلې وي او ددې بیړنۍ تش په نوم لاستنه راوړنې درد به بیا هم افغان ولس زغمي.
ټرمپ غواړی چی خپل ولس ته وښایی چی کومی وعدی می له تاسی سره کړی وی ما خپل نظامی ځواکونه د افغانستان له ۱۹ کلنی جګړی د ختم لپاره وویستل کله چی بیرته ټرمپ کامیاب شی بیا به هماغه خرک او درک وی یعنی امریکا ویلی چی وروسته له توافق څخه به ۱۸ میاشتو کی له افغانستان ټول سرتیری وباسی چی په دومره وخت کی بیا به دوی بله بهانه ولټوی او داعش او القاعده به بهانه وګرځوی یا به ووایی چی طالبان موافقی ته وفادار ندی یا کیدای شی د کشمیر په اړه د هند طرفداری خپله کړی نو پاکستان مجبور دی چی بیرته مفت سرتیری یعنی طالبانو په وسیله د هند او ایران په خلاف کار واخلی
http://www.taand.com/archives/116976
پاکستان د افغانستان د سولې په اړه د ولسمشر ټرمپ لیک ته ځواب لیکلی
کله چی عمران خان امریکا ته تللی وو هلته یی له ټرمپ سره ژمنه کړی وو چی طالبان به سولی ته هڅوی مګر مطلب فشار راوړل چی اوس طالبان امریکایان ته څه نه وایی مګر افغان امنیتی ځواکونو باندی خال خال حملی کوی
یعنی مطلب کله چی دجنرال رازق وژنی ته وکتل شی همدا معنا لری ځکه هغه پاکستان او ډیورنډ کرښی خلاف وو چی طالبان هغه وواژه مګر سکاټ میلر چی یو لوی نظامی جنرال وو ژوندی پاتی شو