تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن (دوشنبه) وویل، له افغانستانه څخه د ځواکونو د ایستلو لپاره یې کوم مهالوېش نه دی ټاکلی.
ټرمپ دا خبره وروسته له دې وکړه چې د امریکا د کانګریس یو شمېر غړیو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو د احتمال په وړاندې خبرداري ورکړل او حتي ویې ویل چې دا ډول پرېکړه به په امریکا کې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې د حملو په شان د یوې بلې پېښې سبب شي.
ولسمشر ټرمپ په فرانسه کې د ۷ سترو صنعتي هیوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د خبریبالانو د پر له پسې پوښتنو په ځواب کې وویل«له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره کوم مهالوېش نشته. او نه په دې برخه کې بیړه لرو.»
ټرمپ تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو رول احمقانه بللی و.
خو نن ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو رول سوله ساتی وباله، ویې ویل«په حقیقت کې تر هر څه مخکې موږ (په افغانستان) کې سوله ساتی رول لرو. په لنډه موده کې په دې جګړه کې بریالي کېدای شو، خو موږ نه غواړو چې ۱۰ ملیونه انسانان ووژنو.»
پخوا هم دا خبره ټرمپ لږترلږه ۳ ځلې کړې او ګڼو افغانانو پرې نیوکه کړې خو داسې ښکاري چې د ده اشاره دې ته ده چې که له قوي وسلې کار واخلي نو د طالبانو ترڅنګ ګڼ نور افغانان وژل کېږي مګر دا کار نه کوي.