تاند؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي تر اوسه د دوحې په مذاکراتو کې د سرتېرو پر ایستلو هوکړې ته نه دي رسېدلي.
ښاغلي ټرمپ تازه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، په دوحه کې خبرې له طالبانو سره ښې پر مخ ځي خو تر دې دمه د سرتېرو پر ایستلو هوکړې ته نه دي رسېدلي. دده په وینا امریکا او طالبانو تر اوسه په دې مذاکراتو کې د سرتېرو د ایستلو پر سر کومې معاملې ته نه دي رسېدلي خو هڅه کېږي چې دا مسئله نهایي شي.
ټرمپ دا خبرې په داسې مهال کوي چې له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي وه چې ، له طالبانو سره د هوکړې په صورت کې به ۸۶۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شي.
ټرمپ له دې وړاندې هم څو ځل ویلې وه چې په افغانستان کې به د سولې تر هوکړې وروسته قوي او پراخ استخباراتي حضور ولري.
تازه تیره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلې وه چې که امریکایان له افغانستان ونه وځي نو سوله هم ممکنه نه ده
د وسلوالو طالبانو لوي ټینګار چې د سولې په خبرو کې د بهرنیو ځواکونو وتل دې او ددې شرط د منلو په پایله کې به دوئ له امریکايي پلاوي سره د سولې هوکړه لاسلیک کوي خو تازه بیا ولسمشر ټرمپ وایي دوئ لا په دې تړاو هیڅ کومې هوکړي ته ندې رسیدلې.
وسلوالو طالبانو د ولسمشر ټرمپ د وروستیوو خبرو په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.