تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲۳مه: نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې د هوکړې د لاسلیک لپاره په مشروط ډول منظوري ورکړې ده.

ورځپاڼه د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله وايي، د سولې په هوکړه به هغه وخت لاسلیک کېږي چې طالبان د تاوتریخوالي دایمي کمولو ته ژمنتیا ښکاره کړي.

چارواکو ویلي، که طالبان غواړي د سولې هوکړه لاسلیک شي نو د روانې میاشتې په اخره کې باید اووه ورځې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي هم نیویارک ټایمز ته د دغو ټکو تایید کړی دی.

په واشنګټن کې یوه جګپوړي دیپلومات وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د جوړجاړې پر اصولو ۹۵ سلنه موافقه شوې، خو د نهايي موافقې پر سر جوړه ښايي په راتلونکو څو ورځو کې وشي.

له دې پړاوه وروسته به امریکا رسماً له طالبانو سره موافقې ته رسېدا اعلان کړي.

تاند ته رسېدلي راپورونه وايي چې نن په دوحه کې طالبان او امریکایان پر موافقې د لاسلیک د څرنګوالي او مخکې تر مخکې شرایطو باندې خبرې کوي.

او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره تېره شپه په ټلیفوني خبرو کې په دې او نورو موضوعاتو ږغېدلی دی.

که چېرته د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي نو واشنګټن به ورو- ورو له افغانتسان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو چمتووالی پیل کړي او افغاني مذاکرات به هم پيل شي.

2 thoughts on “ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون په مشروط ډول ومانه”
  1. وګوری چه دانولد ټرمف د انسان وژلو او وینی تویولو سخت مخالف دی۰
    مسولیت فردی او خدمت اجتماعی دی۰ژوندی دی وی دانولد ترمپ۰
    مننه

  2. مطمین اوسئ چې سوله موله نشته. پاکستان هسې ټرمپ خوشالوي ځکه ټرمپ غواړي په راتلونکو ټاکنو کې خلکو ته ووايي چې ما د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړه او خپل عسکر مې کورته راوستل. پدې چل د بیا ټاکل کیدو لپاره د لا ډیرو امریکایانو رایې لاسته راوړل غواړي.
    ټالیب نه سوله کوي، نه د سولې اختیار لري او نه یې هم پاکستان پریږدي چې سوله وکړي. ټالیب یې د افغانستان ورانولو ته جوړ کړی او لکه څنګه یې چې په مجاهد دا هیواد وران کړ په ټالیب به یې هم ورانوي. پاکستان دومره احمق نه دی چې تاسې ته پخپلو پښو د دریدو موقعه درکړي او ځانته مشکلات جوړ کړي او نه هم ټالیب دومره نمک حرام دی چې د پاکستان له امره به سرغړونه وکړي او له خپل دولت او نظام سره به جګړه بس کړي.
    دا چې تاسې تر څو غلطیږئ نو پاکستان به مو هم غلطوی. یو شمیر افغانان لکه ماهیان ډیره لنډه حافظه لري ځکه خو هر کال په هماغه یوه ډرامه غلطیږي. یو کس یو ځل غلط شي، دوه ځله غلط شي خو دا چې هر کال په هماغه یوه خبره غلطیږي دا نو د غلط شوي حماقت ښيي. دې کس سره بیا همدا جوړیږي چې نور یې غلط کړي. د سولې ارمان له ټولو سره شته خو د سولې ارمان پدې معنا نه ده چې هر کال د سولې په درامو غلط شئ.
    څو کاله وړاندې مې یو خبر لوسته چې یو متقاعد پاکستاني جنرال یوې امریکايي ژورنالیستې ته ویلي وو چې که ساعت تاسې سره دی خو وخت له مونږ سره دی یعنې تاسې ډیر وخت نشئ پاتې کیدلای او هر وخت چې ووځئ مونږ به بیا بیرته افغانستان ونیسو. پاکستان ریښتیا هم د دغو ډرامو پواسطه ځانته وخت اخلي. څومره کلونه یې په همدې یوه ډرامه تیر کړل؟ د افغانانو خوشباوري ته چې ګورم نو دومره نور کلونه هم په همدې یوه ډرامه تیرولای شي. پاکستان پدې ډرامه نه یوازې افغانان غلطوي بلکې بهرنیانو ته هم ښيي چې دا دی مونږ په افغانستان کې د سولې راوستو پوره کوښښ کوو. پاکستان صرف د موقعې انتظار کوي او داسې ښکاري چې موقعه نژدې ده.
    لږ تاریخ وګورئ. لکه ټالیب غوندې ډلې چې کنټرول یې د دښمن هیواد په لاس کې وي هیڅکله بیا وایم هیڅکله هم په خبرو نه دي ورکې شوي او نه هم ورکیږي. دغه ډلې هغه وخت ورکې شوي چې ملت له خپل دولت سره دریدلی او د دغو وحشیاو په ضد یې عملیات کړي. یا یې وژلي یا یې بندي کړي او یا هم ترینه نورو هیوادو ته تښتیدلي. په بل شکل د ټالیب ورکول ناممکن دي.
    اوس به ځینې وايي چې ټالیب په جنګ نه ورکیږي که ورکیدای دا ۱۸ کاله کې به ورک شوی وو. دوی ته ویل غواړم چې دولت لا له ټالیب سره سمه جګړه نه ده کړې برعکس د ټالیب حملو ته په مورچو کې انتظار کوي. ټالیب به هغه وخت ورک شي چې د ټالیب په ضد لکه پاکستان سراسري عملیات وشي. ټالیب پلوو سره هم لکه ټالیب چلند وشي. ټالیب یوازې زور پيژني او په زور ورکیدای شي خو دولت زور نه وهي ځکه د یو څو بیګناه انسانانو په مرګ خپل ټول عملیات ودروي چې په نتیجه کې د ټالیب عمر ډیر شي او لا ډیر بیګناه خلک ووژني.
    که تاسې ريښتیا هم د ټالیب خبرو ته خوشاله یاستئ او فکر کوئ سوله به راولي نو اول له ځانه پوښتنه وکړئ چې آیا پاکستان دا غواړي چې په څنګ کې دې یې یو جوړ ازاد او خودمختار افغانستان موجود وي؟ آیا دا منئ چې پاکستان له تاسې سره په راسته کې دی؟ که دا منئ نو سمه ده بیا دا طمع ولرئ چې له ټالیب سره خبرې به نتیجه ورکړي خو که حقیقت منئ چې ټالیب د پاکستان ملیشه ده بیا دا هم ومنئ چې پاکستان هیڅکله هم پخپل څنګ کې یو جوړ افغانستان نشي زغملی. مونږ مجبور یو د پاکستان په دښمني کې ځان په پښو ودروو او پخپلو پښود دریدو لپاره باید اول مونږ دا پاکستانۍ ملیشه له مینځه یوسو.
    د افغانستان د جنګ ختمول سخت دي خو ناممکن نه دي. البته د ولسمشر او د هغه د لوړ پوړیو چارواکو قوي دریز او هوډ غواړي. په داسې سست او مذبذب دریز ټالیب څه چې دا عادي بدماشان هم نه ورکیږي.
    له ډیری افغانانو سره مې توپیر دا دی چې زه د سولې په ډرامو نه غلطیږم او دا د پاکستان چل ګڼم تر څو ځانته وخت واخلي. ټالیب نه سوله کوي نه د سولې اختیار لري او نه هم د سولې لپاره جوړ شوی.

    https://tatobaynews.com/archives/94696

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *