تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له طالبانو سره د سولې مذاکرات یې ځکه لغوه کړل چې دغې ډلې اوربند نه کاوه.
ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسټرالیا له لومړي وزیر سره په لیدنه کې په دې تړاو وویل، طالبانو چې هر څه اراده درلوده، خو اشتباه یې وکړه، ځکه دوی فکر کاوه چې د جګړې او تاوتریخوالي زیاتول به دوی ته زیات امتیازات په لاس ورکړي.
نوموړي زیاته کړه: (( له طالب مشرانو سره مې لیدنې ته بشپړ چمتووالی درلود، خو چې ومې کتل هغوی اوربند ته حاضر نه دي، ورته ومې ویل چې بیا نو ولې زحمت باسو؟ طالبانو فکر کاوه چې د خلکو وژل به د دوی پیاوړتیا ثابته کړي.))
کله چې له طالب مشرانو سره په کمپ ډیویډ کې د ټرمپ د لیدنې د لغوه کېدو خبر راښکاره شو، نو په امریکا کې یې سیاسي مخالفانو کلکې نیوکې پرې وکړې، خو ټرمپ لا هم له خپل دغه پلان څخه دفاع کوي.
ښاغلی ټرمپ وايي، له هر چا سره لیدنې ته چمتودی، ځکه د ده په وینا باور لري چې خبرې او لیدل کتل ښه دي، تر څو دښمن له نږدې سم وپېژندل شي.
ټرمپ د اسټرالیا له لومړي وزیر سره په تازه لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پر طالبانو به نظامي فشارونه زیات او دوام به ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو د امریکا له نظامي بریدونو زیاتولو وروسته افغان حکومت هم خپل عملیات زیات کړي دي، خو طالب مشرانو بیا چین، روسیې، پاکستان او ایران ته په سفرونو زیاتولو سره ټینګار کړی دی چې که له ټاکنو وروسته هم وي دوی خبرو ته چمتو دي.