د هند - امریکا دوستي

تاند – د امریکا د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خپل کار په لومړیو ورځو کې بېګا سې شنبه /د جنوري ۲۴مه/ د هند لومړي وزیر نریندر مودي سره ټیلیفوني خبرې وکړې او دغه هېواد یې د امریکا ریښتنی دوست وباله.‌

د ښاغلي مودي له ټوېټر اکاونټ څخه په یوه خپاره شوي ټویټ کې راغلي، «هغه له ولسمشر ټرمپ سره تېر ماخستن ناوخته تودې خبرې وکړې.»‌

اخوا بیا سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو مشرانو د اقتصاد او دفاعي چارو په برخو کې د فرصتونو په هکله خبرې اترې وکړې.‌

د هند لومړي وزیر په یوه بل ټویټ کې چې وال سټریټ ژورنال خپور کړی دی لیکي، «ولسمشر او ما په دې هوکړه وکړه چې په راتلونکیو ورځو کې له نژدې نه سره کار وکړو او دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړو.»‌

په داسې حال کې چې د سپینې ماڼۍ خبرپاڼه بیا مخکې لیکي چې،‌ دواړو مشرانو په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د امنیت په هکله خبرې اترې وکړې او پرېکړه یې وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد به په ګډه جګړه وکړي.

وال سټریټ ژورنال د لومړي وزیر مودي له قوله لیکلي چې هغه ولسمشر ټرمپ ته بلنه ورکړه چې هند ته سفر وکړي.‌ سپینې ماڼۍ هم تایید کړه چې د هند لومړی وزیر به د کال په جریان کې له متحده ایالاتو نه لیدنه وکړي.‌

ویل کیږي چې په سیمه کې د امریکا پخوانی ملګری، پاکستان،‌ چې تل یې د امریکا جېب ته سترګې نیولې وې او په یوه او بله بهانه یې ترې پیسې شکولې د هند او متحده ایالاتو د نژدې کېدا له امله سخت خواشینی دی، خو داسې ښکاري چې امریکایان نور غواړي چې د دغه هېواد د دوه مخې لوبې پر وړاندې په احتیاط سره ګامونه واخلي، په عین حال کې پاکستان په وروستیو کې چې د ټرمپ له ادارې نهیلی شو له خپلو افغان ملېشو سره یو ځای ځان د خپل پخواني حریف روسیې غېږې ته ور وغورځاوه.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *