تاند- د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن /یکشنبه/ څو شېبې وړاندې وویل، د واک له ترلاسه کولو سره سم به له ۲ تر ۳ ملیونو بې اسنادو مهاجر د امریکا له متحدو ایالتونو وباسي.
ټرمپ په یوه تلویزیوني مرکه کې، چې نن به ناوخته خپره شيو وویل«موږ غواړو چې جنایتکاران او هغه کسان چې د جرمونو دوسیې لري، د غلو او غدیو غړي دي، د مخدرو موادو کاروباریان دي او شمېر یې احتمالاً ۲ ملیونو ته رسېږي او یا هم ممکن ۳ ملیونه وي، له هیواده وباسو. دوی دلته په غیرقانوني ډول اوسي.»
د امریکا په متحدو ایالتونو کې شاوخوا ۱۰ ملیونه غیرقانوني مهاجر اوسي چې اکثره د مکسیکو دي.
ټرمپ څو خلي ویلي چې له مسکیکو سره په پوله کې به لوړ دېوال جوړ کړي او مصرف به یې هم له مکسیکو واخلي.
ترمپ ځینی خبرې، په تېره بیا د مسلمانانو په اړه له خپلو رسمي ویبپاڼو لېري کړي او ویل شوي چې د مسلمانانو خلاف د ده خبرې د زیاتو رایو د ترلاسه کولو لپاره وې.
خو د مکسیکو د دېوال په اړه چې کله له ټرمپ څخه په مرکه کې وپوښتل شول ایا په رښتیا غواړي چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ دېوال جوړ کړي، ترمپ وویل«هو، البته یوه برخه به یې کټاره وي.»
د امریکا حکومت له ډېرو کلونو راهیسي له مکسیکو څخه د غیرقانوني مهاجرو د مخنیوي لپاره پر ګزمو او نورو امنیتي تدابیرو د کال ۵۰۰ ملیون ډالره لګوي.