تاند- د بریتانیا ګارډین ورځپاڼه وايي، څو سرچینو چې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو د وروستۍ کتنې له بهیره خبر ول، ورته ویلي چې ډانلډ ټرمپ له اشرف غني څخه غوښتي چې د طالبانو د قطر د دفتر له بندېدو سر موافقه وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر له دې ډلې سره د تماس او په راتلونکې کې د خبرو یوازینی ځای دی.

د سرچینو پر اساس، ولسمشر غني وویل چې پر دې موضوع به غور وکړي او ځینو سرچینو دا هم ویلي چې ظاهراً اشرف غني له دې وړاندیز سره موافق نه و.

د افغانستان حکومت او یو شمېر افغان شنونکي فکر کوي چې که د قطر دفتر بند شي، طالبان به نور هم د پاکستان غېږې ته ولوېږي، خو ځینې نور بیا باور لري چې په قطر کې د طالبانو غیر رسمي دفتر، چې طالبان یې خپل سیاسي دفتر بولي او ۳۶ غړي یې پکې اوسي، یو بې صلاحیته دفتر دی او هره پرېکړه چې په پاکستان کې کېږي، دغه دفتر ته دېکته کېږي.

د ګارډین پر اساس، ویل کېږي چې ټرمپ د طالبانو د قطر له دفتر سره په څو علتونو موافق نه دی. ښاغلی ټرمپ د قطر دفتر د تېر ولسمشر (اوباما) ناکامه شوې طرحه ګڼي چې له کبله یې هماغه راز چې اوباما هیله لرله د سولې د خبرو امکان برابر نه شو.

له بلې خوا سعودي او اماراتي چارواکي له پیله د دغه دفتر د بندېدو غوښتونکي دي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم د طالبانو د دفتر د بندېدو غوښتنه کابل کولی شي خو نهايي پرېکړه باید د قطر حکومت وکړي.

ګارډین د یوې سرچینې پر اساس لیکلي چې په دوحه کې د طالبانو دفتر د قطر او سعودي ترمنځ پر روانو خرابو اړیکو هم اغېز لري.

ګارډین وايي، که څه هم تراوسه معلومه نه ده چې که قطر ته د افغانستان حکومت ووايي چې د طالبانو دفتر بند کړي، دا دولت به یې بند کړي اوکه نه، خو قطر، چې د خپلو عربو هیوادونو تر سخت فشار لاندې دی، نه غواړي چې امریکا له ځانه خوابدې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *