بوریس جانسن

تاند، سه شنبه، د اسد لومړۍ: د محافظه کار ګوند مخکښ نوماند بوریس جانسن بالاخره د بریتانیا لومړی وزیر وټاکل شو.

بوریس جانسن او جرمي هانټ دواړه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران تېر شوي، خو له سختې سیالۍ وروسته جانسون نن د محافظه کار ګوند مشر او د انګلستان لومړی وزیر وټاکل و.

جانسن پارلمان کې له دریو پړاوونو تېر شو او اوس ورته د محافظه کار ګوند ۹۲۱۵۳ غړو د تایید رایې ورکړې، خو جرمي هانټ ترې د ۴۶۶۵۶ رایو په ګټلو شاته پاتې شو.

ټاکل شوې چې جانسن سبا چهار شنبه د پخوانۍ لومړۍ وزیرې تریزا مې پر ځای د بریتانیا د لومړي وزارت پر څوکۍ کېني.

جاننسن او هانټ دواړو ژمنه کړې وه چې په ښه طریقه سره به بریتانیا له اروپايي ټولنې وباسي، په داسې حال کې چې تر دوی وړاندې تریزامې خپله واکمنۍ کې درې ځله په دې اړه پلان جوړولو کې ناکامه شوه.

جاننسن د امریکا د ولسمشر ټرمپ په څېر قواره لري او له واک ته رسېدو وړاندې په ځینو لیونیو کارونو دی هم لکه ټرمپ مشهور شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *