تاند- د امریکا د ولسمشر ویندوی شان سپایسر وايي، ولسمشر دونالد ترمب پرېکړه کړې چې د هر کال په پای کې به خپل ټول معاش مرستندویو موسسو ته بخښي.
سپایسر وویل چې له رسنیو غواړي چې د ښو او مستحقو خیریه موسسو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي څو دا پیسې هغو ته وسپارل شي.
سپایسر وویل چې د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه د ده د هغو ژمنو یوه برخه ده چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو به مبارزه کې یې له خلکو سره کړې وه.
ټرمپ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په لړ کې څو ځلي ویلي و چې که ولسمشر غوره شو نو یوازې یو ډالر معاش به واخلي چې حداقل معاش دی چې د امریکا قانون ورته اجازه ورکړې ده یعني تر دې کم معاش ته اجازه نشته.
د ټرمپ مخالفانو ویلي چې نوموړی ډېر شتمن دی او د ولسمشرۍ معاش ته اصلاً اړتیا نه لري نو د ټرمپ له لوري د معاش د نه اخیستلو اعلان کوم لوی کار یا سخاوت نه دی.
ځینو نورو بیا ویلي، ټرمپ غواړي چې په دا ډول نمایشي کارونو خلک تېرباسي.
خو په زړه پوري خبره په دې منځ کې دا ده چې ټرمپ تل پر رسنیو انتقادونه کوي، لیکن د ښو مرستندویو موسسو په موندلو کې یې له رسنیو کومک غوښتی دی.
د امریکا په تاریخ کې تر دې وړاندې هم ځینو ولسمشرانو ټول یا یوه برخه معاش نه دی اخیستی؛ لکه د (1929-1933) کلونو ترمنځ هربرټ هوور، د (1961-1963) کلونو ترمنځ جان ایف کینډي….