تاند، جمعه، د قوس ۸مه: د امریکا ولسمشر کابل ته د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کې له افغانستان د پام شمېر سرتېرو د ایستلو اعلان کړی او ادعا یې کړې چې له طالبانو سره د سولې هوکړه نږدې ده.

 ټرمپ چې په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او په داسې حال کې چې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلي، افغان ولسمشر غني، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال مېلر او نور امریکايي چارواکي ي یې تر څنګ ولاړ وو، سرتېرو ته په وینا کې ویلي، له افغانستان څخه یې د وتلو پلان د تطبیق په حال کې دی خو په ډاګه یې نه کړه چې څومره سرتېري به له دغه هېواد څخه باسي.

  ټرمپ همدا راز زیاته کړې چې طالبان غواړي له افغان حکومت او امریکا سره سوله او اوربند وکړي: (( له طالبانو سره مې مذاکرات بیا پيل کړي دي، هغوی سوله کول غواړي، زه ورسره ملاقات کول غواړم، موږ تر هغې پورې دلته پاتې کېدل غواړو چې بریا ترلاسه کړو او د سولې واقعي هوکړه وشي، خو هغوی ډېره بده معامله او هوکړه غواړي.))

ښاغلي ټرمپ همدا راز له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه د دوی کارنامو خورا متاثره کړی دی.

ښاغلی ټرمپ په داسې حال کې افغانستان ته راغلی چې د سولې مذاکرات د کنګل تر ماتېدلو وروسته بیرته د نورمال حالت پر خوا روان دي تر ټرمپ یوه شپه وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي هم کابل ته رارسېدلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *