تاند- د امریکا ولسمشر ډنلډ ترمپ ملت ته د مهمې وینا په مهال افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو یا له دې هیواده د ځواکونو د ایستلو د مهالوېش په اړه څه ونه ویل خو پاکستان ته یې په سیمه کې د تروریستانو د ملاتړ په خاطر خبرداری ورکړ.
ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره پر خپلې نوې ستراتیژۍ د خبرو په مهال وویل:
«د ځواکونو د شمېر او د خپلو نورو پوځي فعالیتونو په اړه به څه ونه وایم.»
لوېدیځو خبري اژانسونو ویلي چې د ولسمشر ټرمپ د دې خبرې معنا دا ده چې افغانستان ته نور ځواکونه لېږي. مخکې ویل شوي و چې ښاغلی ټرمپ به افغانستان ته د شاوخوا ۴۵۰۰ پوځیانو د لېږلو اعلان وکړي.
ده چې واشنګټن ته نژدې په فورټ مایر پوځي اډه کې خبرې کولې او د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ورسره یوځای و، وویل چې نوې ستراتیژي به یې د هوايي مهالوېشونو پر اساس نه وي؛ بلکې پر مځکه به د موجودو شرایطو پر اساس وي.
ښاغلي ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه خپلې لومړنۍ ارادې ته هم اشاره وکړه، ویې ویل «زما اصلي غوښتنه دا وه چې له افغانستانه ځواکونه وباسم او ما تل خپلې غوښتنې اجرا کړي دي. خو ما په خپل ژوند کې اورېدلي چې کله په سپینه ماڼۍ کې د مېز شاته کښېنستې او د امریکا ولسمشر شوې، وضعیت بدلېږي. ما د افغانستان په اړه بشپړه مطالعه وکړه او له هرې زاویې مې ورته وکتل، ډېرې غونډې مې پرې وکړې تر دې چې تېره اوونۍ مې له خپلو پوځي مشرانو او جنرالانو سره د دې لپاره چې ستراتیژي بشپړه کړو په کمپ دیویډ کې غونډه وکړه.»
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې د پاکستان له لوري د افغان طالبانو په شان سختدریځو ډلو ته د خوندي پناهځایونو ورکول به نور ونه زغمي.
«موږ نور د پاکستان پر پناهځایونو غلي نه شو پاتې کېدای. پاکستان په افغانستان کې زموږ په هلوځلو کې له ګډونه ډېر څه ترلاسه کولی شي. خو د تروریستانو د ملاتړ د دوام په صورت کې ډېر څه بایللی شي. ده همداراز وویل «پاکستان ډېر ځلې د ورانکارۍ، تاوتریخوالي او ترور عناصرو ته پناه ورکړې ده. »
ده همداراز وویل چې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو حضور د دولت او نظام جوړولو لپاره نه دی؛ بلکې «موږ تروریستان وژنو.»
ټرمپ واک ته د طالبانو د رسېدو مخنیوی، د القاعده او داعش ځپل خپل هدفونه وبلل او ویې ویل چې په دې لاره کې به جګړه وکړي.
ده همداراز وویل چې په دې مبارزه کې به لوی پېټی د افغانانو او د دغه هیواد پر پیاوړي ځواک وي.
ټرمپ دغه راز وویل چې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د یوې پایښتي او عزتمنې پایلې لپاره پلان ته اړتیا لري خو له دغه هیواده په بېړه وتل د نه اټکل او نه منلو پایلې لرلی شي.
ده د افغانستان ۱۷ کلنه جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وبلله.
له افغانستانه ځواکونه نه باسي او که دا کار وکړي نو هغه تېروتنه به تکرار شي چې په عراق کې امریکا وکړه.
ده له طالبانو سره په نهایت کې د سولې باب پرانیستی پرېښود، ویې ویل«هیڅوک نه پوهېږي چې کله به (سوله) وشي.»
وسله والو طالبانو تېره اوونۍ، چې لا څرګنده نه وه چې امریکا له افغانستانه ځواکونه باسي او که نور پوځیان ورلېږي، له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل له افغانستانه ټول پوځیان وباسي او نور ورونه لېږي.
«موږ نور د پاکستان پر پناهځایونو غلي نه شو پاتې کېدای. پاکستان په افغانستان کې زموږ په هلوځلو کې له ګډونه ډېر څه ترلاسه کولی شي. خو د تروریستانو د ملاتړ د دوام په صورت کې ډېر څه بایللی شي. ده همداراز وویل «پاکستان ډېر ځلې د ورانکارۍ، تاوتریخوالي او ترور عناصرو ته پناه ورکړې ده. »
Finally a straight talk from the US president related to methods Pakistan utilize scoring its interest in Afghanistan. In order to put some beef and teeth into the new outlined policy, President Trump ought to freeze economical aid to Pakistan as a first step. And if that produced no desired outcome, the US will be able to encourage Pashtuns and Balouch nationalism in Pakistan that will become domestic game changer for Pakistan and the latter will quickly bug for mercy after tasting the bitter medicine prescribing to the neighborhood for decades.