تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې او د دغې پدیدې د لمنځه وړلو لپاره د واشنګټن او متحدینو په لا زیاته همکارۍ ټینګار کړی دی.
ښاغلي ټرمپ نن ماښام د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل، امریکا به له خپلو متحدینو سره په ګډه افغانستان کې کار وکړي، تر څو ترهګري له منځه یوړل شي.
ټرمپ دغه راز ټینګار کړی دی چې واشنګټن د سولې او امنیت د راوستو په هڅه کې دی او نه غواړي چې په اوږدو او نه خلاصېدونکو جنګونو کې ښکېل شي.
نوموړی وايي، حکومت یې دا مهال د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره په هڅو کې دی، خو په وینا یې متاسفانه چې طالبانو د وحشیانه بریدونو د ترسره کولو پرېکړه کړې ده: (( موږ به د سولې له هڅو هیڅ لاس وانخلو، ځکه موږ په سیمه کې د فرصتونو او منابعو د تضمین لپاره راپورته ساتلي یوو.))
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه پیل شوې ده چې په دغې غونډه کې هر کال د امریکا د ولسمشر خبرې مهمې ګڼل کېږي.
دغې غونډې ته د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران ورغلي دي.