تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، د امریکا حکومت نه غواړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.
ټرمپ دا خبره وروسته له دې وکړه چې طالبانو په کابل او کندهار کې درې تروریستي حملې وکړې.
د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ /جنوري ۲۹/ د ملګروملتو د امنیت شورا له غړیو سره په غرمنۍ مېلمستیا کې وویل«موږ له طالبانو سره نه ږغېږو. کېدای شي د یوې مودې لپاره، ممکن د ډېرې مودې لپاره.»
د کابل له وروستیو خونړیو حملو وروسته ټرمپ په ټویټر کې ولیکل چې له ټولو هیوادونو غواړي چې د طالبانو پر ضد پرېکنده اقدام وکړي.
ده دغه راز ویلي«د قاتلانو حملې زموږ او زموږ د افغان متحدانو اراده تازه کوي.»
ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ د امنیت شورا له غړیو سره په کتنه کې وویل«موږ څه چې باید په افغانستان کې پای ته ورسوو، د ختمولو په حال کې یوو.»
ده همداراز وویل چې «طالبان د ښځو او ماشومانو په شمول له یو مخې بېګناه انسانان وژني، له دوی سره خبرې نه شي کېدای.»
تېره اوونۍ د کابل د انترکانتینینټل هوټل په حمله کې ۴ امریکایان هم ووژل شول.
خو په وروستیو کې د طالبانو تر ټولو په خونړۍ تروریستي حمله کې، چې د شنبې په ورځ یې د کابل په صدارت څلورلارې کې وکړه، تر ۱۰۰ زیات افغانان شهیدان او نژدې ۲۰۰ نور ژوبل شول.
هو که ته ونه وايي هم مونږ پوهیږئ چې تاسو دلته د سولې لپاره نه يې راغلي،
تاسو راغلي د دې لپاره یاست چې افغانانو څخه ډاډمن ژوند، سوله، سوکالي یوسئ او د جنګ جګړو غمونو او دردونو ټغر په افغانستان کې خور کړئ