تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۷مه: د امریکا ولسمشر امریکا ته د ولسمشر غني لغوه شوي سفر موخه روښانه کړه او ویلي یې دي چې له ولسمشر غني او طالب مشرانو سره یې جلا جلا خو پټې لیدنې پلان کړې وې.

ټرمپ ویلي، ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني او طالب مشران د یکشنبې په ورځ امریکا ته سفر وکړي او دی له ولسمشر غني سره جلا او طالب مشرانو سره جلا لیدنه وکړي، خو په وینا یې چې د طالبانو وروستیو بریدونو معادله بدله کړه.

ټرمپ په ډاګه کړې چې دا لیدنې د امریکا په پوځي ستره چاوڼۍ کمپ ډیویډ کې پلان شوې وه: (( په دې اړه هیچا ته پته نه وه چې ولسمشر غني او طالبان د یکشنبې په ورځ زما خواته راځي.))

ټرمپ ویلي، مخکې له دې چې دا لیدنه وشي، طالبانو ومنله چې په کابل کې یې د برید پر مهال د یو امریکايي په ګډون ۱۲ کسان وژلي دي او همدا لامل شوه چې لیدنه یې لغوه کړه.

دا په داسې حال کې وه چې د ارګ یو شمېر سرچینو تر دې وړاندې تاند ته ویلي وو چې ولسمشر غني امریکا ته په سفر روان و، مګر له امریکا سره یې د شدید اختلاف له کبله دغه ځنډېدلی دی.

ټرمپ اوس له طالبانو سره مذاکرات هم لغوه کړي دي، خو طالب سرچینو بیا تاند ته ویلي چې دوی د ټرمپ د دریځ په تړاو لومړی خپلو کې مشورې کول غواړي بیا به غبرګون څرګند کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *