ټرمپ

تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د اکتوبر په ۱۸مه پر افغانستان د امریکا د برید له اتلسمې کلیزې سره هم مهاله ویلي، ښه یې وکړل چې له سوریې څخه یې خپل ځواکونه وویستل، ځکه دده په وینا امریکایان باید نور له نه ختمېدونکو احمقانه جګړو څخه پښه راوباسي.

 ښاغلي ټرمپ همدا راز پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، همدا اوس له کرد پلوه ملیشو څخه د واشنګټن ملاتړ ډېر قیمتي ورته تمامېږي: (( کردان د داعش پر ضد له موږ سره یو ځای وجنګېدل، خو په بدل کې یې ډېرې پیسې او تجهیزات هم ترلاسه کړل، دوی له څو لسیزو راهیسې له ترکیې سره هم جنګېږي، له سوریې څخه تر وتلو وروسته باید ترکیه او کردان خپلې ستونزې په خپلو کې حل کړي.))

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې ده چې اوس باید اروپا، ترکیه، سوریه، ایران، عراق، روسیه او کردان خپلې ستونزې پخپله حل کړي.

 تر دې وړاندې امریکا اعلان کړی و چې د سوریې له شمال څخه یې خپل ځواکونه ایستلي دي، چې دې پرېکړې یې پر کردانو د ترکیې بریدونو ته لار اواره کړه.

 امریکايي چارواکي وايي، دوی له تل ابیض او راس العین څخه خپل ځواکونه ایستلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په افغانستان کې هم د امریکا د جګړې ۱۸ کلونه بشپړ شول.

ټرمپ وايي، افغان جګړه ورته درنه تمامېږي خو که وغواړي د لس میلیونه انسانانو په وژلو سره طالبان او ترهګر ماتولی شي، مګر دا کار نه کوي، ځکه یې د سولې پروسې ته مخه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *