تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، نور دې هند، ایران، ترکیه او روسیه په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه مخته یوسي.
ټرمپ نیوکه کړې چې دا هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېر کم فعالیت کوي او نور باید په دې برخه کې خپل فعالیت ښکاره کړي: (( موږ خو داعش سل سلنه له منځه یووړل، په افغانستان کې هم هغه ځایونو کې چې داعش موجود موږ ختم کړل.))
خو ټرمپ د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې داعش په افغانستان کې بیا سر راپورته کړی دی وویل: (( نو څه وکړو؟ ایا موږ هلته ۱۹ کاله نور پاتې شو، اوس دې نو په یوه خاصه زماني مقطع کې روسیه، هند، ایران او ترکیه هلته د داعش پر ضد جګړه وکړي.))
ټرمپ زیاته کړه، هند او پاکستان افغانستان ته نږدې وو خو د ترهګرۍ ضد جګړه یې نه کوله، خو امریکا چې ۷ زره میله لرې پرته وه دې جګړې ته راوړاندې شوه: (( ګورئ دوی ورسره جګړه نه کوي که یې کوي ډېره کمه، ډېره کمه، دا عادلانه نه ده چې موږ له ۷ زره میله واټن څخه هلته جګړې ته ځو))
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون یې یو وار بیا وویل، امریکا په افغانستان کې نور د پولیسۍ رول نه شي لوبولی، بلکې خپل ځواکونه به ترې وباسي.
افغان حکومت د ټرمپ د دغو تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي