ډونالد ترمپ

تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، د ده حکومت په دې اړه چې د افغانستان د جګړې په وړاندې باید څه وکړي، له اوږده انتظار او بحثه وروسته پرېکړه وکړه.

ولسمشر ټرمپ په کمپ ډیویډ کې له خپل امنیتي ټیم او جنرالانو سره له خبرو یوه ورځ وروسته نن /شنبه/ په ټویټر کې لیکلي«په کمپ دیوید کې مو له خپلو تکړه جنرالانو او پوځي مشرانو سره مهمه ورځ تېره کړه. د افغانستان په ګډون پر ګڼو مسلو پرېکړې وشوې.»

ټرمپ نه دي ویلي چې د افغانستان په اړه څه ډول پرېکړه شوې ده. ایا د خپلو اکثرو جنرالانو له غوښتنې سره سم نور ځواکونه لېږي او که د ځواکونو اوسنی شمېر په خپل حال پرېږدي.

د امریکا دفاع وزیر د تېرې سې شنبې په ورځ ویلي و چې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو او یا له دغه هیواده د ټولو ځواکونو د ایستلو په شمول پر راز راز انتخابونو بحث کېږي.

حاضردمه امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري لري.

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر مخکې وړاندیز کړی و چې افغانستان ته دې څو زره نور پوځیان واستول شي.

ډیلي کالر ورځپاڼې لیکلي چې ځینو سرچینو ورته ویلي چې ولسمشر ټرمپ هماغه مهال د ښاغلي ماسټر دا وړاندیز رد کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *