تاند- (پنجشنبه – د سنبلې ۷) د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ نن (پنجشنبه) وویل، امریکا به حتي که له طالبانو سره د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره موافقې ته وهم رسېږي، په سیمه کې ځواکونه ساتي.
ټرمپ فاکس نیوز راډیو ته وویل«هو، باید حضور ته دوام ورکړو. موږ غواړو چې هلته د خپلو ځواکونو حضور ولرو. موږ د خپلو ځواکونو شمېر د پام وړ کموو خو غواړو چې تل هلته حضور ولرو. غواړو چې په لویه پیمانه استخباراتي حضور ولرو.»
ده همداراز وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر به ۸۶۰۰ تنو ته رالږ کړل شي او بیا به پرېکړه وکړي چې څه پېښېږي.
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو خبرې وروستیو پړاوونو ته رسېدلي او ظالبان وايي چې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو پر مهالوېش ورسره سلا کړې ده.