تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ډېرې مودې وروسته پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او پر دې هیواد یې د تروریزم د ملاتړ په خاطر د مرستو د بندولو دفاع وکړه.
ولسمشر ټرمپ نن /یکشنبه/ له فکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې په زغرده وویل چې پاکستان نه یوازې دا چې د امریکا لپاره هیڅ نه کوي، د القاعده له مشر سره یې مرسته کړې وه چې د ایبټ اباد په پوځي ښار کې پټ شي.
د امریکا ولسمشر وویل چې د پاکستان خلک پوهېدل چې د القاعده د تروریستي ډلې مشر هلته اوسي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل«موږ پاکستان ته، چې بن لادن پکې اوسېده، د کال ۱۳ سوه ملیون ډالر ورکول، موږ د پاکستان ملاتړ کاوه، موږ دوی ته هر کال ۱ ملیارد او ۳ سوه ملیون ډالر ورکول خو نور یې نه ورکوو، ما دا پیسې په پاکستان د دې لپاره بندې کړې چې دوی زموږ لپاره هیڅ هم نه کول.»
د امریکا حکومت تېره میاشت پاکستان ته ۳۰۰ ملیون ډالره پوځي مرسته هم لغوه کړه ځکه چې د واشنګټن په وینا اسلام اباد په خپله خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو خلاف کافي اقدامات نه کوي.
د امریکا ولسمشر له فکس نیوز سره په مرکه کې افغانستان او عراق ته د خپل سفر د پلان یادونه هم وکړه خو په امنیتي ملحوظاتو یې د خپل سفر نېټه ونه ښوده.
ټرمپ پر پاکستان په داسې وخت کې نیوکې وکړې چې له نښو نښانو داسې ښکاري چې طالبانو او امریکایانو د سولې په خبرو کې پرمختګ کړی او لېرې نه ښکاري چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او اوربند خبرې بیل شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هیله لري چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ به د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې د سولې موافقه وشي.
خلیلزاد نن (یکشنبه) په کابل کې د امریکا په سفارت کې یوې خبري غونډې ته وویل چې طالبان او د افغانستان حکومت به د راتلونکي لمریز کال د حمل د یودېرشمې نېټې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې پر سولې موافقې ته ورسېږي.