ژوندۍ بڼه (نااډیټ شوی)
ټرمپ د افغانستان ستراتیژي اعلانوي
ده د افغانستان ۱۷ کلنه جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وبلله.
له افغانستانه ځواکونه نه باسي او که دا کار وکړي نو هغه تېروتنه به تکرار کړي چې په عراق کې امریکا وکړه.
ده د افغانستان او پاکستان خطر جدي وباله او پاکستان یې د تروریستانو پناهځای وباله.
ده وویل چې لومړی یې غوښتل چې له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي خو په سپینه ماڼۍ کې د مېز شاته له خبرو وروته څرګنده شوه چې که له افغانستانه ځواکونه وباسي د ۲۰۰۱ د سپټمبر پېښه به بیا تکرار شي او القاعده او داعش به په دغه هیواد کې مرکزونه جوړ کړي.
ده د هند ستاینه وکړه چې له افغانستان سره یې د ملیاردونو ډالرو مرسته کړې خو پاکستان ته یې خبرداری ورکړ چې امریکا په ملیاردونو ډالر ورکړل خو خاوره یې د تروریستانو پناهځای دی.
ولسمشر ټرمپ وايي که پاکستان له امریکا سره د تروریزم پر ضد درېږي ګټه به وکړي او کنې تاوان ویني.
ده افغانستان ته د لېږل کېدونکو قواوو شمېر اعلان نه کړ ځکه چې د ده په وینا نه غواړي چې دښمن یې پر پلان پوی شي.
ده دا هم وویل چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو مهالوېش هم نه افشا کوي.
ټرمپ طالبان واک ته رسېدو مخنیوی، د القاعده او داعش ځپل هدفونه وبلل او په دې لاره کې به جګړه وکړي.
په دې مبارزه کې به لوی پېټی په افغانانو او د دغه هیواد پر پیاوړي ځواک وي.
ټرمپ وویل چې د افغانانو لپاره دولت جوړونه نه کوي او نور د پخوا په شان په دې پسې نه ګرځي چې افغانانو څه ډول سیستم غواړي.
د افغانستان ملاتړ به نامحدود نه وي خو سپین چک هم افغانستان ته نه ورکوي.
ټرمپ واک ته د طالبانو د رسېدو مخنیوی، د القاعده او داعش ځپل خپل هدفونه وبلل او ویې ویل چې په دې لاره کې به جګړه وکړي.
ده همداراز وویل چې په دې مبارزه کې به لوی پېټی د افغانانو او د دغه هیواد پر پیاوړي ځواک وي.