تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰ مه: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن شپه د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټېلفون وکړ او د افغانستان د سولې د پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.
ارګ وايي، د امریکا ولسمشر په داسې حال کې خپل افغان ساري ته ټېلفون وکړ چې ښاغلی غني په متحده عربي اماراتو کې و.
د دواړو خواوو ټېلفوني خبرو، چې له دوو لوېدیځو پروفیسرانو سره د حقاني شبکې د درو غړیو له تبادلې وروسته وشوې، ۲۵ دقیقې دوام وکړ.
د امریکا ولسمشر د افغانستان له ولسمشره د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خلاصون په خاطر مننه وکړه.
تر دې وړاندې هم ولسمشر ټرمپ د ولسمشر غني اقدام زړه ور او د ستاینې وړ بللی و.
دواړو خواوو په بېلابېلو برخو په تېره بیا په ننګرهار کې د داعش په ماتولو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرمختګونه وستایل.
ولسمشر غني د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د اووه ماده يي پلان په اړه د امریکا ولسمشر ته معلومات ورکړل او په مقابل کې یې ولسمشر ټرمپ د سولې د پروسې په اړه وویل چې باید په دې برخه کې اوربند مخکې تر مخکې شرط وي.
ده زیاته کړه«د دې لپاره چې سوله بریالۍ شي، په هغې کې د افغانستان د حکومت مدیریت او شمولیت حتمي دی او باید سر له اوسه پیل شي.»
د امریکا ولسمشر د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته بلنه ورکړه چې امریکا ته په رسمي سفر ورشي.
ولسمشر غني د ښاغلي ټرمپ بلنه ومنله.