تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱مه: د امریکا ولسمشر نن ماښام خپل افغان سیال اشرف غني ته زنګ وهلی او د افغان سولې ته د فرصت برابروونکي پروني تړون په اړه یې مبارکي ورکړې ده.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر لیکلي، ښاغلي ټرمپ ولسمشر غني ته ویلي د سولې له هوکړې وروسته راتلونکو اقداماتو لپاره د افغان دولت په رهبرۍ باور لري.
ارګ په دې تړاو نور څه نه دي ویلي خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په قطر کې د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته ویلي، دی به په نږدې راتلونکې کې له طالب سیاسي مشرانو سره وویني.
نوموړي زیاته کړه، طالبانو له ډېرې مودې راهیسې طالبانو هڅه کوله، له امریکا سره موافقې ته ورسېږي، نو له دې امله چې ټول له جګړې ستړي وو او موافقه په ګټه وه، امریکا هم توافق وکړ.
د ټرمپ په قول، په افغانستان کې یې زرګونه ترهګر وژلي؛ خو اوس دا د طالبانو او نورو نږدې هیوادونو دنده ده، چې دې کار ته دوام ورکړي.
نوموړي که څه هم ځای او وخت مشخص نکړ؛ خو ویې ویل، چې په نږدې راتلونکې کې له طالب مشرانو سره ویني.
د ټرمپ په خبره، دی په دې باوري، دی چې طالبان به یو څه وکړي او وخت به ضایع نکړي؛ خو په وینا یې که څه بد پېښ شي، امریکا به یو ځل بیا په داسې شدت برید وکړي، چې وړاندې تر دې به خلګ نه وي ورسره مخامخ شوي.
مخکی هم داسی آوازی وی چی ټرمپ غواړی اشرف غنی او طالب مشرانو سره په ګډه په کمیپ ډیویډ وګوری دا هغه ځای وو چی جنرال مشرف د طالبانو پر ضد امریکا لپاره خپل هیواد ټول نظامی او هیوایی ډګرونو او بحری لاری د ډالرو لپاره وسپارل او ښکته پښتنو باندی په تیره بیا یی وزیرستان ولس باندی رڼا ورځ توره شپه کړه یعنی غواړی وښایی چی تاسی باندی له دغه ځای جګړه شروع شوه او په همدی ځای بیا له تاسی سره وروسته له سولی نیکی اړیکی پالم او کوښښ به وکړی چی حل لاره ورته وګوری ترڅو امریکا وتلو لپاره لاره هواره شی
کله چی ټرمپ په یوه ټویټ کی د سولی نهه پړاو یا لس پړاو خبری لغوه کړی نو عمران خان څه موده وروسته له قریشی او نظامی مشر باجوه سره یوځای امریکا ته لاړل او هغه سره خبری وکړی او هغه ته وویل مخکی لدی چی د سولی پروسه لغوه شوی وای باید د پاکستان سره اړیکه نیولی شوی وای ترڅو ستونزه حل شوی وای
نو ټرمپ غواړی د بیا ځلی په ټاکنو د بریا لپاره دا ګام وخلی مګر نغواړی چی افغانستان کی تل پاتی سوله وشی ځکه امریکا هیڅ افغان څه کوی چی نړیوال قوانینو ته درناوی نلری ځکه کوم جنګی جرمونو چی دوی وکړل له حده وتلی ده کله چی دجنګی جرمونو نړیواله غوښتل راشی په افغانستان کی امریکا د جنګی جرمونو څیړنه وکړی نو همدی امریکا یی مخه ډب کړ مګر لا تر اوسه هم زموږ ولس خبر ندی چی آیا رښتیا امریکایی مشر دلته په رښتیا سوله غواړی او پاکستان به بیا د نویو یا بلی جنګی ډلی مالی او نظامی ملاتړ ونکړی او ددی کار لپاره کومه نړیوال دولت یعنی خارجی دولت په تیره بیا همدا امریکا او برتانیه او چین دپاکستان د نظامی او مالی نه ملاتړ ژمنه کولی شی
ټول پدی پوهیږی چی برتانیی غواړی په افغانستان او سیمه کی پښتانه د خپلی ۳ ماتی په غچ اخیستلو کی له مینځه بوځی او امریکا غواړی چی د افغانستان خاوره د روسیی او چین او ایران په وړاندی وکاروی مګر کله چی اشرف غنی اعلان وکړ چی موږ به هیڅ هیواد ته اجازه ورنکړو چی د بل هیواد په وړاندی د افغانستان خاوره څخه استفاده وشی
نو امریکا ناټو او اروپایی ټولنی سم د لاسه ټاکنی په پروسی کی مداخله هم شروع اود یوی هفتی کار یی ۵ میاشتو وغځاوو
نو کله چی اشرف غنی د سولی لپاره د لوړ پرستیژ د ښودلو لپاره غوښتل د لوړی مراسم تر سره کړی مګر امریکایی مخه ونیوله او همدارنګه اوس غواړی همدا سوله پروسه هم له خنډ سره مخ کړی او پړه یی په اشرف غنی ور واچوی درحالیکه په همدی تړون کی زیاتره کلیمات د دیموکراسی نظام پر ضد دی
یعنی دوی غواړی بیا د پاکستان په طرحه باندی کار وکړی او دلته بیا د لنډمهالی اداره را مینځ ته کړی ترڅو افغان دولت پیاوړی نظامی ځواک ونلری او بیا پدی دولت طالبان له جمعیت او جنبش او محقق له ډلی سره په داخلی جګړه کی ښکیل او غنی مخکی له مخکی ګوښه کړی او پړه هم پر ده واچوی چی سولی ته کار نشی کولی
افغان دولت باید له ملګری ملتونو او ځانګړی ډول د امریکا، برتانیی او چین دولتونو څخه ضمانت واخلی چی پاکستان پوځ او استخبارات باید په راتلوونکی کی دلته په افغانستان کی له جنګی ډلو ټپلو نظامی او مالی ملاتړ نکوی
باید په یو آزاد بحث کی چی افغان امنیتی ځواکونه او امنیت مسولین هم حاضر وی له برتانیی سفیر او نور هغه برتانوی ځواکونو مشران باید بحث ته راوستل شی او له هغوی وپوښتل شی چی آیا پاکستان پوځ د طالبانو ملاتړی هیواد وو یا خیر او پدی بحث کی د امریکا د استخباراتو کسانو او مسولینو شتون هم ضروری ده ځکه همدی امریکایی نظامی او استخباراتی مسولینونو تل په پاکستان باندی نیوکی کولی چی د طالبانو له نظامی او مالی ملاتړ لاس واخلی باید یاد مسولین داسی کسان وی چی پدی ۱۹ جګړه کی په پاکستان انتقاد کاوو او ورته ویل به یی چی په پاکستان کی مدرسی د افغان ولس په وړاندی له نظامی تربیه مرکز په ډول کار اخیستل کیږی، باید حضور ولری
ترڅو امریکایی نظامی چارواکی او برتانوی نظامی چارواکی په ګډه د رسانیو له لاری پاکستان په اړه څه ډول دریځ خپلوی او ولس پدی پوه شی چی پاکستان د دوی اصلی دښمن بلکه یو نظامی ملګری هیواد دی ځکه مخکی له مخکی همدی پاکستان امریکا ته نظامی آډی ورکړی او بیا په مقابل کی امریکا ته په استخباراتو په شریکولو کی ۳۳ میلیارده ډالره ورکړل ځکه د زیاترو طالبانو ځای همدی پاکستانی استخباراتو ته معلوم وو ځکه په هغه وخت کی افغان دولت شتون نه درلود
همدا شمالی ټلوالی مشران ربانی اودوستم او محقق له همدی امریکا څخه هیله کوله چی لوی لوی بمونه وغورځوی او واړه واړه بمونه تاثیر نکوی او همدا دوستم په دښتی لیلی او قلعه جنګی زیاتره طالبان ووژل او یوڅه یی امریکا ته وسپارل چی پاکستان او امریکا همدا غوښتل چی دلته قومی او سمتی جګړه زور واخلی ځکه نن زیاتره پښتانه د دوستم هغه کړنی تل په مجلسونو کی یادوی او تیرو ټاکنو کی زیاتره ولس له اشرف غنی خپه وو چی ولی د پښتون قوم لوی قاتل له ځان سره لومړی مرستیال ټاکلی
همدارنګه محقق په داخلی جنګونه کی د ایران په دستور د خلکو په سرونو کی میخونه ټکوهل او ښځی په آزاد صحنه کی زیږون مریضی لیدنه کوله او هم یی د زیاترو ښځو سینی پری کولی
رقص مرده او داسی نوری تاریخ پیښو کی همدا لنډغر لاس لری مګر اوس طالبان بیا غواړی له همدی شر اوفساد ډلی سره په نوی نظام په جوړښت کی ورسره شریک شی او پاکستان او امریکا او نور ګاونډی او سیمه ایز هیوادونه لدی حساس صحنی د خپل ځان په ګټه له فرصت او وخته کار واخلی