تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته خپل وروستی سفر بریالی بللی او ویلي یې دي خوشاله شو چې د ولسمشر غني په څېر عالي انسان سره یې ولیدل.

 ښاغلي ټرمپ تېره ورځ ناوخته په برتانیا کې د ناټو سرمشریزې ته له روانېدو وړاندې خبریالانو ته وویل،  له ولسمشر غني سره لیدنې او افغانستان ته سفر خوشاله کړی دی: (( د اشرف غني په شمول عالي لیدنې کتنې مې لرلې، غني ډېر عالي انسان دی، له هغه سره لیدنه مې هم عالي وه، افغانستا زما سفر ډېر بریالی و.))

ټرمپ تېره پنجشنبه ماخستن په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د بګرام په هوايي ډګر کې يې خپلو سرتېرو ته د وینا ترڅنګ له ولسمشر غني سره ۴۵ دقیقې ناسته وکړه.

ټرمپ افغان سولې ته هیله مندي وښودله او په افغانستان کې د سرتېرو د راکمولو اعلان هم وکړ.

 دا افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ لومړنی سفر و، چې په امریکا کې دننه یو شمېر سیاستوالو غولوونکی او د ده له استیضاح څخه د خلکو پام اړوونکی بللی دی.

One thought on “ټرمپ: ولسمشر غني یو عالي انسان دی او عالي لیدنه مې ورسره لرله”
  1. ټرمپ خپله عالي سړی دی، امریکا یې عالي ده خو تو لانت او تولانت او تولانت پرموږ چې دا وطن مو د نیمې پیړۍ په عربي پنجابي جهادونو او نیابتي خرتوبونو د ذلت دې قعر ته را کوز کړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *