تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ پاکستان د سختدریځو خوندي پناهځای وباله او اسلام اباد ته یې خبرداری ورکړ چې د ملیاردونو ډالرو مرسته به پرې ودروي.
ښاغلي ټرمپ د جنورۍ په لومړۍ د ۲۰۱۸ م کال په لومړني ټویټري پیغام کې وویل، د امریکا متحدو ایالتونو په تېرو ۱۵ کلونو کې حماقت کړی چې پاکستان ته یې ۳۳ ملیارد ډالره ورکړي دي.
ولسمشر ټرمپ له پاکستان سره د امریکا مرستې د احمقانه بللو ترڅنګ لیکلي«دوی د ۳۳ ملیارد ډالرو په بدل کې له درواغو پرته بل څخه نه دي راکړي ځکه چې فکر یې کړی چې زموږ مشران احمق دي.»
«دوی هغو تروریستانو ته چې موږ یې په افغانستان کې د ځپلو هڅه کوو، پناه ورکړې.»
ټرمپ تاکید کړی چې نور به پاکستان د امریکا مرسته ونه ویني.
څرګنده نه ده چې ولسمشر ټرمپ ولې پاکستان ته دا پیغام د نوي میلادي کال په دې لومړۍ ورځ ورکړ.
ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلانولو په مهال ویلي و چې پاکستان افغان طالبانو ته پناه ورکړې او امریکا نور دا نه شي زغملی.
وروسته د امریکا دفاع وزیر او نورو چارواکو هم پاکستان ته وویل چې د سختدریځو ملاتړ بس کړي خو د ښاغلي ټرمپ له تازه څرګندونو داسې ښکاري چې پاکستان په هیڅ قیمت؛ حتي دامریکا د ملیاردونو ډالرو مرستې په بدل کې هم حاضر نه دی چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.
د شنبې په ورځ /دسمبر۳۰/ د پاکستان دفاع وزیر په زغرده وویل چې د افغانستان جنګ په خپله خاوره کې نه شي کولی.
د پاکستان دفاع وزیر انجنیر خرم دستګیر ادعا وکړه چې په خپله خاوره کې یې د تروریستانو ټولې شبکې له منځه وړي او دا تصور سم نه دی چې لا هم په پاکستان کې د تروریستانو خوندي پناهځایونه شته.
دستیګر زیاته کړه، پاکستان د امریکا متحدو ایالتونو ته په زغرده ویلي چې له ترور سره جګړه دې د افغانستان په خاوره کې وکړي، نه په پاکستان کې ځکه چې «موږ په خپله خاوره کې د ترور عوامل له منځه وړي دي.»
ده همداراز وویل، د افغانستان د خاورې لویه برخه د حکومت له کنټروله وتلې نو پکار ده چې د افغانستان حکومت په خپله د تروریزم پر ضد جګړه وکړي.
HONOR TRUMP IS THE MAN/HE MAKE RIGHT DECISION ABOUT PAKISTAN AND TERRORISM,
UNITED STATES/EUROPEAN UNION NEED TO CLOSE DIPLOMACY WITH TERRORIST SUPPORTER PAKISTAN,
BRING POLITICAL/ECONOMICAL PRESSURE ON PAKISTAN,
AFGHAN BUSINESSMAN STOP BUSINESS WITH PAKISTANI SUPPLIES.
AFGHAN GOVERNMENT KEEP AWAY FROM CHINA AND DO NOT TRUST
CHINESE THANKS