خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ دوه اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړل چې له مخې به یي کډوال او د امریکا کډوالۍ سیستم کې نوي بدلونونه رامنځ ته شي.
د دغو اجرایوي فرمانونو له مخي به یو د امریکا او مکسیکو تر منځ دیوال ورغول شي تر څو د ټرمپ پر وینا ناقانونه کسان د پولي دواړو غاړو پرتو ملکونو ته تګ راتګ و نه شي کړای او تر څنګ به یي امریکا ته د سویلي او مرکزي امریکا د ملکونو د بي اسناده وګړو د ورتګ مخه هم ډب شي.
د امریکا حکومت وايي چې اوس مهال نږدې یولس ملیونه ناقانونه کسان په دغه ملک کې ژوند کوي چې دغلته د پاتي کیدو هیڅ راز قانوني اسناد نه لري.
د ټرمپ د چهارشنبې د ورځي په لاسلیک شویو فرمانونو کې دوهم یي د کډوالو او د کډوالۍ د شرایطو په اړه دی.
د ټرمپ پر وینا د سوريي، ایران، لیبیا، سومالیا، عراق او لبنان وګړي تر نامعلومي مودي پوري نه شي کولای امریکا ته د ننوتو اجازه تر لاسه کړي.
په دغه لړ کې به د یادو ملکونو وګړو ته حتی د تحصیلي او سوداګریزو ویزو د ورکړي پروسه هم وځنډول شي.
ټرمپ وايي ده ځکه دغه اجرایوي فرمان صادر کړ چې مجرمین، ناقانونه کډوال او هغه تند لاري مسلمانان امریکا ته د ورتګ لاره و نه مومي کوم چې د امریکا کورني امنیت ته خطرمخامخ کوي.
ویل کیږي چې د امریکا د کورني امنیت اداره به له دې پس دنده ولري تر څو هغه ناقانونه مجرم پردي خلګ له خپله ملک د هغوی اصلي ټاټوبو ته وشړي کوم چې دمګړۍ په امریکايي زندانونو کې پراته دي.
خو تر اوسه پوري دا نه ده ځانګړي شوي چې ایا په امریکا کې به له مسلمانونو او نورو هغو کډوالو سره څه ډول چلند کیږي کوم چې دغلته د پآتي کیدو یا قانوني اسناد نه لري او یا هم د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د قانوني مراحلو د پلي کولو په تمه دي.
د سپیني ماڼۍ پر وینا چې پخواني ولسمشر اوباما د هغه دواکمنۍ له پیل بیا تر پایه پوري امریکا ته د راتلونکو کډوالو امتیازات او شمیره دوه برابره لوړه کړي وه.
ویل کیږي کله چې اوباما واک ته ورسید امریکا ته يي د رابلونکو مسلمانو او غیر مسلمانو کډوالو هغه شمیره چې ۷۰۰۰۰ وه یو سل او څلویښت زرو ته لوړه کړه او هر وګړي ته یي د ښه راغلاست ډالرۍ ډالۍ له ۵۰۰ څخه ۱۰۰۰ ډالرو ته لوړه کړي وه.
د امریکا دولت یوازي په ۲۰۱۶ کال کې ۳۸۹۰۱ مسلمان کډوالو ته اجازه ورکړي وه چې دغه هیواد ته ورشي.
دغه شمیره د پاو امریکايي تحقیقاتي ادارې پر بنسټ تر ټولو لوړه شمیره مسلمانان دي چې د امریکا په تاریخ کې په یوه کال کې دغه هیواد ته ور پریښودل شوي دي.
۲۰۱۶ هغه کال ښودل شوي چې په تیرو لسیزو کې پکې تر ټولو ډیر مسلمانان امریکا ته ورغلي ول.
په تیر کال کې امریکا ته د ورغلو مسلامانانو له ډلي په لوړه کچه کې د سوريي وګړي شامل ول چې شمیره یي ۱۲۴۸۶ تنه ښودل شوي ورپسې، سومالیا په ۹۰۱۲ تنو، عراق په ۷۸۵۳ تنو، برما په ۳۱۴۲ تنو، او په پای کې هم افغانستان وه چې ۲۶۶۴ تنه ترینه امریکا ته د کډوالو په توګه ورغلي ول.
خو اوس د هغو نږدې ۱۳۰۰۰ تنو افغانانو برخلیک هم نه دی معلوم چې د امریکي ځانګړو ویزو لپاره یي ځانونه او د خپلو کورنیوغړي نومولي دي.
دغه کسان اوس مهال په کابل کې د امریکا سفارت اجراتو ته په تمه دي او دا په داسي حال کې ده چې د امریکایانو دغه افغان ملګري نه یوازي دا چې وايي له خطر سره مخامخ دي بلکې ورته د سنا له لوري د ټاکل کیدونکو کلنیو ویزو شمیره هم له دری زرو څخه نږدې ۹۰۰ ته را ټیټه کړای شوي ده.