تاند، چهار شنبه، د دلوې ۱۶مه: امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د ولسمشر ټرمپ د کلنۍ وینا د متن کاپي څېرې کړې ده.
رسنیو په دې تړاو ویلي، چې د میرمن پلوسي دغه کار ښودلې چې ټرمپ په خپلو خبرو کې د هیواد د وضعیت په اړه مبالغه کړې ده.
په دې تړاو این بي سي تلویزیون هم راپور ورکړی چې ټرمپ کانګرس ته د خپلې کلنۍ وینا لپاره له ورتګ وروسته نانسي پلوسي سره د ستړي مشۍ لاس نه دی ورکړی.
په همدې حال کې کله چې د ټرمپ مرستیال مایک پنس، اغلې پلوسي ته د ټرمپ د وینا متن وسپاره، هغې سمدواره څېرې کړ.
ټرمپ خپه دی چې ولې د کانګریس لخوا استیضا شوی دی؟ خو نانسي پلوسي په غوسه ده چې ټرمپ د خپل هیواد ګټې په خپلو سیاستونو کې نه دي پاللي بلکې تاوان یې ورته رسولی دی.