تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو نااعلان شوي او لومړي ځل سفر کابل ته راغلی دی او له ولسمشر غني سره د کتنې تر څنګ یې له امریکايي سرتېرو سره هم لیدنه شوې ده.
ټرمپ په باګرام هوايي ډګر کې له کېوتو وروسته له ۱۵۰۰ امریکايي سرتېرو سره یو ځای د ماسختن په ۸ بجو او ۳۰ دقیقو ماښامنۍ کړې او وینا یې ورته کړې ده.
ښاغلي ټرمپ ویلي، په افغانستان کې به د پام وړ ځواکونه راکم کړي، خو دقیق شمېر یې نه دی ویلی.
ټرمپ همدا راز زیاته کړې چې له طالبانو سره به د سولې یوه هوکړه وشي او هغوی هم اوربند غواړي.
امریکایي چارواکي وایي، ښاغلی ټرمپ د امریکا د (شکرانې) د مذهبي او دودیزې ورځې په مناسبت له امریکايي سرتېرو سره د لیدو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.