تاند- (دوشنبه/ د سنبلې۱۸) د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، امریکايي پوځیانو په تېرو ۴ ورځو کې په افغانستان کې دښمن (طالبان) دومره سخت ځپلی چې په تېرو ۱۰ کالو کې یې نمه و ځپلی.

د ټرمپ تر دې ادعا یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له فاکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې ویلي و چې په تېرو ۱۰ ورڅو کې په افغانستان کې تر ۱۰۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ټرمپ د تل په شان د ټویټر له لارې په خپلو پیغامونو کې لیکلي چې امریکايي پوځیانو په افغانستان کې د پولیسو رول درلود خو باید داسې نه وای. ده په عین حال کې لیکلي چې په وروستیو ۴ ورځو کې هومره طالبان ځپل شوي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې نه و ځپل شوي.

ده دا هم لیکلي چې په کمپ ډیویډ کې یې له طالبانو سره ګتنه په خپله لغوه کړې نه دا چې د خپلو سلاکارانو د غوښتنې په نتیجه کې یې دا کار کړی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *