تاند، یکشنبه، د جدي ۱۵مه: وروسته له هغې چې ایران پرله پسې امریکا ته د قاسم سلیماني د غچ اخیستنې ګواښونه وکړل، اوس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران معمولي اقدام هم وکړ، د دغه هېواد ۵۲ مهم اهداف به له منځه یوسي.

ټرمپ په خپل ټویټ کې لیکلي، که ایران د امریکا په ګټو او خلکو برید وکړ، دوی چمتو دي چې په ایران کې دننه ۵۲ مهم ځایونه په نښه کړي او له منځه یې یوسي.

ټرمپ ویلي، ایران ډېر جرائت کوي چې امریکا ته د غچ اخیستلو ګواښ کوي: (( ایران له کلونو راهیسې ځانته له سردردۍ پرته بل څه نه دي جوړکړي، باید دوی ته خبرداری ورکړم که مو په امریکا او د امریکایانو په ګټو برید وکړ ۵۲ ډېر مهم او ارزښتناک ځایونه به په نښه کړو، امریکا نور هیڅ زغم نه لري.))

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا لخوا په بغداد کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني تر وژنې وروسته په منځني ختیځ کې حالات ترینګلي شوي دي او امریکا دغې سیمې ته د خپلو ۳۵۰۰ سرتېرو د استولو هوډ کړی دی.

همدا راز د ایران مذهبي مشر، د باندنیو چارو وزیر او ولسمشر په بېلابېلو بیانونو کې له امریکا څخه د دغه برید د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

One thought on “ټرمپ: که ایران لږ هم د برید لپاره ځان وخوځاوه، ۵۲ مهم اهداف به یې په نښه کړو”
  1. که د تاسی په یاد وی چی همدی ورځو کی په امریکا سنا او ګانګریس د ټرمپ د استضاح په اړه تصمیم نیول کیږی چی ګانګریس له لوری تایید شو نو راتلوونکو څو میاشتو کی په امریکا کی ټاکنی کیږی پدی سره ټرمپ غواړی ځان هم له استضاح خلاص کړی اوهم بیا ځلی ځان ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کی بریالی کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *