تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د امریکا ولسمشر د سولې له روانو خبرو خوشبیني ښودلې او ویلي یې دي چې د باندنیو چارو وزیر به یې د نن ورځې د سولې د هوکړې شاهد وي.

ډونالډ ټرمپ په یوه اعلامیه کې ویلي، مایک پمپیو ته یې لارښوونه کړې ده چې قطر ته ولاړ شي او د سولې د هوکړې د لاسلیک شاهد پاتې شي، خو همدا راز یې د دفاع وزیر مارک ایسپر ته امر کړی دی چې په کابل کې له افغان حکومت سره ګډه اعلامیه خپره کړي.

ښاغلي ټرمپ د جګړې د درولو مسوولیت د طالبانو پر اوږه اچولی او ویلي یې دي که طالبان پر خپلو ژمنو ټینګ پاتې شي، امریکا به په افغانستان کې د جګړې پایته رسولو په برخه کې یو پياوړی ګام پورته کړی وي او خپل ځواکونو به کور ته راستانه کړي.

ولسمشر ټرمپ د سولې تړون ته په اشاره زیاته کړې، دا به په نوي افغانستان کې د تلپاتې سولې راوستو لپاره یو مهم ګام وي: (( له القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو پاک افغانستان غواړو، بالاخره دا به د افغانستان خلکو پورې تړاو ولري چې خپل راتلونکی جوړ کړي.))

هغه په افغانستان کې د خپلو سرتیرو له قربانیو مننه کړې او د افغانستان پر خلکو یې غږ کړی دی چې د سولې له برابر شوي فرصت څخه د خپل هېواد د نوي راتلونکې جوړولو لپاره ګټه پورته کړي.

ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون به نن ماسپښین د افغانستان پر وخت په ۳ نیمو بجو د نړیوالو شاهدانو په حضور کې لاسلیک شي او تر هغه وړاندې به د ناټو او امریکا چارواکي په کابل کې د همکاریو د دوام یوه مشترکه اعلامیه خپره کړي.

One thought on “ټرمپ: که طالبان پر ژمنو ولاړ پاتې شي، د سولې تړون د افغانستان لپاره ګټور دی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *