د  امریکا ولسمشر ټدونالډ ټرمپ وايي، پرېکړه یې کړې ده چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه باسي، مګر په وینا یې له دې ډارېږي چې د امریکا له وتلو وروسته به افغانستان یو وار بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، اندېښنه یې دا ده که له افغانستانه ۹ زره سرتېري وباسي افغانستان به د ترهګرو په لابراتوار بدل شي، بلکې د ده په باور به افغانستان د ترهګرو په هاروارډ پوهنتون بدل شي.

 ټرمپ زیاته کړې،« امریکايي نظامیانو راته ویلي په افغانستان کې له ترهګرو سره جګړه تر دې غوره ده چې بیا وروسته له ترهګرو سره په امریکا کې جنګېږو».

 دا په داسې حال کې ده چې همدا پرون د ټرمپ د مرکې له نشرېدو سره هممهاله طالبانو  کېپه کابل کې لوی برید وکړ چې ویل کېږي زیات قربانیان یې د ښوونځیو تنکي زده کوونکي دي.

سپینې ماڼۍ د کابل پرونی برید په سختو ټکو وغانده او زیاته یې کړه، د طالبانو دا ګستاخانه برید د دې ښکارندويي کوي چې دا ډله د خپلو افغانانو هیڅ پروا نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *