تاند، یکشنبه، د جدي ۲۲مه: د امریکا ولسمشر ډانلد ټرمپ په ایران کې د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې د پېښې په تړاو د ایرانیانو د حکومت ضد مظاهرې هرکلی او ملاتړ وکړ.
ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د واک د سمبالولو له ورځې د ایران د ولس تر څنګ ولاړ دی او اداره یې هم دغه ملاتړ ته ادامه ورکوي: «ایرانیانو موږ ستاسې اعتراضونه په ځیر څارو او ستاسې له جراته الهام اخلو.»
ټرمپ په یوه بل ټویټ کې د ایران ځواکونه تورن کړي دي چې له معترضانو سره یې اخ و ډب کړی دی: «د ایران دولت باید بشري فعالانو ته اجازه ورکړي چې حقایق وڅاري او د روانو اعتراضونو په اړه خپل راپورونه چمتو کړي همدا راز خلک باید ونه وژل شي او انټرنیټ قطع نه شي.»
ایران پرون (شنبه) ومنله چې اوکراینۍ الوتکه یې ویشتې ده. د ایران چارواکو مخکې د الوتکې له ویشتلو انکار کاوه او تخنیکي ستونزه یې د الوتکې د نسکورېدو علت باله.
په دې پېښه کې، چې د جنورۍ په اتمه وشوه، د الوتکې ۱۷۶ سپرلۍ ووژل شوه. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره له ټېلفوني خبرو وروسته وویل، تمه لري چې ایران به د پېښې په اړه بشپړې څېړنې وکړي او تاوان به هم ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو او د تیلود بیو د لوړېدو له امله په ایران کې یو وار بیا اعتراضونو زور اخیستی دی. څه موده وړاندې په دغو اعتراضونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ووژل شول.