تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا د افغان جګړې د ختمېدو په تړاو خوشبیني ښودلې او ویلي یې دي، چې واشنګټن خپل ۱۳ زره سرتېري له افغانستان څخه وباسي مګر پراخه استخباراتي قوه به هلته پرېږدي.

  ټرمپ په نیوجرسي کې پرون یکشنبه ناوخته خبریالانو ته ویلي، امریکا نه غواړي افغانستان یو لابراتوار پاتې شي او ترهګر هلته ځالې پيدا کړي: (( هر څه زموږ تر کنټرول لاندې دي، هو کیدای شي موږ خپل ځواکونه هلته بیخي زیات راکم کړو، خو دا په طالبانو او افغان حکومت پورې تړاو لري چې څومره سرتېري هلته پرېږدو.))

ټرمپ دغه راز زیاته کړې، دوه اوونۍ وروسته به هر څه روښانه شي چې افغانستان کې څه پېښېدونکي دي. او څوک له افغانستان څخه وځي؟

د یادونې ده چې دا مهال نږدې ۱۴ زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې دنده کوي، چې له افغان ځواکونو سره د روزنې او د جګړې په ډګر کې د سلاکارۍ دنده مخته وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *