هغه هلکان چې ډیر کمپیوټر او تلویزیون ګوري هډوکي ېې تر خپلو همزولو کمزوري وي.
په ځلمکیانو کې یوه نوې څیړنه د دې ښودنه هغه هلکان چې د اونۍ په دوه ورځنیو رخصتیو کې شپږ ساعته کمپیوټري لوبې کوي یا تلویزیون ته ګوري ، تر خپلو نورو همزولو ېې هډوکي کمزوري وي .
دغه څیړنه د ناروې د تورمس ښار په پوهنتون کې شوي دي او پکې ویل شوي دي چې که په پاخه عمر او زړښت کې ښه صحت غواړئ باید په ځلمیتوب کې تر ټولو کلک او متراکم هډوکي ولرئ.
د دې څیړوندوې ډلې مشرې وینټر ویډ وايي دوي په ۳۵۹ هلکانو او ۳۸۸ نجونو چې عمرونه ېې د شپاړسو او اتلسو کلونو په منځ کې وو څیړنې وکړې او په نتیجه کې معلومه شوه چې ټولو تر معمول حده زیات د کمپیوټر یا تلویزون پردې ته کتلي دي او دغه اندازه د وانۍ په وروستیو دو ورځو کې خورا زیاته ده.
څیړنه وايي هلکان چې څومره ډیر تلویزیون ته ګوري هومره ېې د هډوکو تراکم کمیږي په تیره که دغه موده د اونۍ د پاي په دو رخصتیو کې له شپږو ساعتونه زیات شي منفي اغیز ېې نور هم زیاتیږي.
د استرالیا او مریکا یو ګډ تحقیقات هم ددې ښودنه کوي چې که په ورځ کې له دو ساعتونه زیات د تلویزون یا کمپیوټر پردې ته وکتل شي صحت ته توان رسولی شي، چې تر ټولو عامه ستونزه پکې چاغښت دی ،دا په داسې حال کې ده چې نن سبا په ټوله نړۍ کې ځلمکیان تر دې زیات کمپیوټر یا تلویزون ته ګوري.
په دغو څیړنو کې په زړه پورې خبره دا ده چې تلویزیون یا کمپیوټر ته ډیر کتل نجونو ته نور صحي تاوانونه رسولی شي خو د هلکانو بر عکس ېې هډوکي مذبوتیږي . د دې تحقیقاتي ډلې مشرې ویلي دي ښايي دغه چاره بیلابیل علتونه ولري چې یو پکې په ټول کې په نجونو کې له کمپيوټري لوبو او تلویزیون سره کمه علاقه ده او یا ښايي کوم بل بیولوژیکي علت ولري چې تر اوسه موږ پرې نه پوهیږو.
د دغه کار د مخنیوي لپاره غوره ده ځلمکیان او پیغلې بدني فعالیتونه ډیر کړي او په ورځ کې دې تر دوه ساعته زیات کمپيوټر ته نه ګوري
په څیړنه کې راغلي هغه کسان چې عمرونه ېې له شلو زیات دي او په اونۍ کې لږ ترلږه څلور ساعته سپورټ کې د هډوکو تراکم ېې زیاتیږي او په پا خه عمر او زړبوډۍ کې دسکلیټونو له ستونزو سره کم مخامخیږي..
….زړتوب
په څیړنه کې راغلي هغه کسان چې عمرونه ېې له شلو زیات دي او په اونۍ کې لږ ترلږه څلور ساعته سپورټ کې د هډوکو تراکم)
(ېې زیاتیږي او په پا خه عمر او زړبوډۍ کې دسکلیټونو له ستونزو سره کم مخامخیږي
د زړبوډۍ لغت راته نابلده شکاره سو. بدیل یې زړتوب دي، چې ډیری افغانان ورباندي پوهیږي